پاکستان؛ عمران خان وايي، د اسلام اباد پر لور لاریون بېرته پیلوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان وايي، نن پنجشنبه به د پنجاب ایالت له وزیر اباد سیمې بېرته د پلازمېنې اسلام اباد پر لور اوږد مارش یا لاریون بیا پیل کړي.

وزیر اباد هغه سیمه ده، چې د پنجاب له مرکزي ښار لاهوره د تحریک انصاف لاریون ورورسېد، ډزې پرې وشوې، چې پکې د عمران خان په ګډون یو شمېر کسان ټپیان او یو کس ووژل شو.

د عمران خان په وینا په هغه پېښه کې د ده په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي او یو ګوندي ملګری یې چې معظم نومېد، په هغه پېښه کې وژل شوی و.

ښاغلي خان له پاکستانیانو غوښتي چې دې لاریون کې ګډون وکړي او نوموړي دا د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته یو خورا مهم تحریک بللی دی.

د تحریک انصاف ګوند مشر د پاکستان پر لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف، د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د څارګرې ادارې ای اېس ای پر یوه افسر تورن جنرال فیصل نصیر پورې کړی.

ښاغلی خان اوس وايي، د هغه دویم افسر نوم به هم واخلي چې د ده په خبره له جنرال فیصل سره یو ځای یې د دوی پر لاریون د برید پلان چمتو کړی او څارنه یې کوله.

نوموړي پر ټویټر یوه پیغام کې د خپلو پخوانیو ویناوو هغه ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، چې ده پکې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند ځینې مشرانو په ګډون د یو شمېر کسانو نومونه یاد کړي او په وینا یې همدا کسان د ده وژنې ته پلانونه جوړوي.

بل لور د پنجاب ایالت پولیسو د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان د برید په تړاو لومړنی رپوټ (ایف ای ار) ثبت کړی دی او یوازې د یوه تورن کس نوید نوم یې په کې لیکلی دی. د تحریک انصاف ګوند مشران بیا وايي، دوی دا رپوټ ردوي او یواز د ''کاغذ یوه ټوټه '' یې بولي.