تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مودي په متحده اماراتو کې د هندوانو معبد پرانیزي، ایا دا په عربي نړۍ کې د هندوانو لومړنی معبد دی؟
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي نن د فبرورۍ په ۱۳مه متحده عربي اماراتو ته په دوه ورځني سفر تللی. هغه به د نورو بوختیاوو تر څنګ د فبرورۍ په ۱۴ نېټه په ابو ظهبي کې د (بي اې پي اېس هندو) په نوم یو مندر یا معبد هم پرانیزي.
په ټول هند کې ادعا کېږي چې د عربو په خاوره کې لومړنی د هندوانو مندر دی، خو ویل شوي چې دا ادعا له حقیقته لېرې ده.
د دې معبد بشپړ نوم 'بوچاانواسی اکشرا پورشوتم سوامینارین سنسټان' (بي اې پي اېس) مندر دی.
باید یادونه وشي چې دا په تېرو اتو میاشتو کې د ریکارډ په کچه متحده عربي اماراتو ته د نریندرا مودي دریم سفر دی.
د اې اېن ای خبري اژانس د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د هند سفیر سنجې سدیر ویلي، "که تاسو په تېرو نهو یا لسو کلونو کې وګورئ، د هند او متحده عربي اماراتو اړیکې ښايي تر هر بل وخته بدلې شوې دي."
هغه زیاته کړه په دې موده کې، د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان دوه ځله هند ته سفر کړی دی. نو دا خورا ځانګړې اړیکه ده چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په دوامداره توګه مخ په ښه کېدو روانه ده.
’اھلاً مودي‘
ټاکل شوې د دې سفر په ترڅ کې لومړی وزیر نرېندرا مودي په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو هندي ټولنو له خلکو سره هم وګوري.
دې پروګرام ته ' اھلاً مودي' نوم ورکړل شوی چې معنی یې 'ښه راغلاست مودي' دی. د "د هندو" ورځپاڼې د راپور له مخې، دا به په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو هندي وګړو تر ټولو ستر پروګرام وي چې مودي ورته وينا کوي.
ټاکل شوې، دغه مراسم د سې شنبې په ورځ د ابوظبۍ په زاید سپورټس سټډیم کې د معبد له پرانیستلو مخکې ترسره شي. تر اوسه څه باندې ۶۰ زره کسانو په دې پروګرام کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده. د غونډې ویاندې نیشا سینګ د هندو ته وویل، وروستی ځل لومړي وزیر مودي په متحده عربي اماراتو کې هندي وګړو ته په ۲۰۱۵ کال کې وینا کړې وه.
که څه هم تر هغه وروسته مودي متحده عربي اماراتو ته څو ځله تللی دی، خو په هغو سفرونو کې یې په داسې پروګرام کې له هندي ټولنې سره نه دي لیدلي.
د عربو پر ځمکه د هندوانو لومړی معبد
په دوبۍ کې د خبریال احتشام شاهد په وینا په هندي رسنیو کې په ابوظهبي کې د جوړ شوي مندر په اړه ناسم روایتونه خپرېږي او وايي دا په عربي سیمه کې لومړنی مندر دی، چې له حقیقته لېرې ده.
هغه لیکلي دي په عربي هېوادونو کې معبدونه له څو لسیزو راهیسې شته، نه یوازې په متحده عربي اماراتو، بلکې په عمان او بحرین کې هم شته.
د بحرین په پلازمېنه مناما کې د شري ناتجي معبد تر یوې پېړۍ ډېر زوړ دی. هغه معبد د سندي هندو ټولنې لخوا جوړ شوی و، چې د هند له وېش څو کاله وړاندې له تخته (د پاکستان اوسني سند ایالت) څخه ورغلی و.
ډېری هندوان چې په سعودي عرب کې ژوند او کار کوي هم په سپېڅلو وختونو کې دې معبد ته ورځي.
د عمان پلازمېنه مسقط، د هندوانو دوه معبدونه لري. د هندوانو د بګوان شنکر معبدونو څخه یو د موتیشور مندر دی او دا د زاړه مسقط په 'مترا' سیمه کې پروت دی.
د موتیشور معبد په منځني ختیځ کې یو له پخوانیو هندو معبدونو دی. داسې انګېرل کېږي چې تر ۱۲۵ کلونو ډېر عمر لري.
د مسقط د روی په نوم سیمه کې د کرشنا وشنو بل معبد دی. ویل کېږي چې ۱۵۰ کاله عمر لري. دا معبد د عمان د سلطان لخوا په عمان کې د ګجراتي ټولنې لپاره د دوستۍ سمبول په توګه جوړ شوی و.
د دوبۍ په پرمختللې هندي ټولنه کې د سوېلي هندیانو سربېره سندي، مراټي، ګجراتي، پنجابي او نورې ټولنې هم شاملې دي، او نژدې ټول لوی مذهبونه له لسیزو راهیسې هلته د عبادت ځایونه لري.
دلته مذهبي مراسم، جشنونه او نورې پېښې یوازې په مندرونو کې ترسره کېږي. په دوبۍ او ځینو شاوخوا ښارونو او د خلیج په نورو برخو کې، د دیوالي شپه هم لمانځل کېږي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې دغه معبد له راجستاني ګلابي ډبرو او ایټالوي مرمرو جوړ شوی دی.
د مودي لیدنه او د زغم په اړه بحثونه
د ابوظبۍ ولیعهد په ۲۰۱۵ کال کې اماراتو ته د هند د لومړي وزیر د سفر پر مهال د دغه معبد لپاره د ۱۳.۵ جریبه ځمکې د ورکړې اعلان وکړ.
د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې، د متحده عربي اماراتو حکومت دیارلس نیمه جریبه نوره ځمکه ورکړه، چې ټولټال ۲۷ جریبه ځمکه یې معبد ته ډالۍ کړه.
د دغه معبد د بنسټ ډبره په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي وزیر مودي له خوا کېښودل شوه. د معبد اوه منارونه د متحده عربي اماراتو د اوو اماراتو سمبول دی.
د دغه معبد په ودانۍ کې مېلمستون، د عبادت تالار، باغ او نور فرهنګي ځایونه جوړ شوي دي. په دې ودانۍ کې شاوخوا سل سینسرونه نصب شوي چې د ځمکې حرکت، تودوخې او نورو څارنه وکړي.
د معبد لګښت شاخوا ۴۰۰ میلیونه درهم اټکل شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړه هېوادونه د یو بل تر ټولو لوی سوداګریز شریکان دي. د دواړو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د په ۲۰۲۲- ۲۰۲۳ کلونو کې تر ۸۵ میلیارد ډالرو اټکل شوې وه. د بهرنۍ مستقیمې پانګې اچونې له مخې، قطر په همدې مودې کې په هند کې د پانګونې لپاره له څلورو غوره هېوادونو دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د زغم په اړه بحث، په داسې حال کې چې یوه برخه یې "مودي کرشمه" بولي، خو بله برخه بیا دا د متحده عربي اماراتو او مسلمانانو د زغم مثال بولي.
د سوېلي ایالت کیرالا څخه د پارلمان غړي پي وي عبدالوهاب په وروستیو کې پارلمان ته په وینا کې، دا په ایودیا کې د رام مندر سره پرتله کړی و. د هغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې خپرې شوې.
د عبدالوهاب د وینا شریکولو سره، ار کی رادھاکرشنن لیکلي، په هند کې د مذهبي زغم حالت ته اشاره کړې او وايي 'نرېندرا مودي به د فبروري په ۱۴ په متحده عربي اماراتو کې د هندوانو یو مندر پرانیزي. دا زغم دی. په هند کې د جوماتونو نړول او ورانول بند کړئ.'