غزه کې مذاکره کوونکي "هیله لري" چې په یوه اوونۍ کې به هوکړې ته ورسېږي

د عکس سرچینه، Reuters
یوه مذاکره کوونکي چې د حماس لخوا برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره مذاکراتي غونډه کې په غزه کې ګډون درلود اسوشېټډ پرېس خبري اژانس ته وویل، چې هیله لري، په یوه اوونۍ کې به یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
د لبنان د استخباراتو پخواني مشر عباس ابراهیم وايي، که اسرائیل راضي شي، ښايي ژر تر ژره یوه هوکړه وشي.
عباس ابراهیم زیاته کړې:
"زه فکر کوم که اسرائیل له ځینو شرطونو څخه په شا شي او یا د حماس له خوا د ځینو ډېرو منطقي شرطونو له ردولو ډډه وکړي نو دا شونې ده، چې ژر هوکړې ته سره ورسېږي."
نوموړی دا هم وايي: "اسرائیل لا هم ځینې شرطونه ردوي، که دا شرطونه ومنل شي، ژر تر ژره به هوکړه وشي."
که دا مذاکرات له یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي، نو تمه ده، چې غزې ته ۲۴۰ برمته شوي اسرائیلي کسان به له ځینو هغو فلسطیني ښځو او ماشومانو سره بدل کړلی شي، چې دمګړۍ د اسرائیلو په زندان کې دي.
ښاغلي ابراهیم وویل، لږ تر لږه د حماس دا شرط دی، چې د غزې وګړي له سویله شمال ته او له شماله سویل ته د تګ را تګ آزادي ولري. او دا له هغو موضوعاتو څخه ده، چې اختلاف پرې شته دی."
نوموړی هیله مند دی او وايي: " زما په اند، هر څه به د یوې مثبتې پایلې په لور لاړ شي او بدل به وشي. او یو بشردوستانه ځنډ به په نښتو کې رامنځ ته شي."
عباس ابراهیم د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې د ملکي وګړو د ایستلو او د بشري اوربند اړوند په بېلابېلو مذاکراتو کې ښکېل دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د اکتوبر پر اوومه سلګونو وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او له هغه وروسته اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د حماس له منځه وړلو کمپاین پیل کړ، چې دوی یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
بلخوا اسرائیلي پوځ د غزې په سویل خان يونس سيمه کې له خلکو غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي.
د اسرائیلو له ځمکني برید مخکې د غزې په شمالي سیمو کې هم ورته پاڼې وېشل شوې وې.
د دې اعلانونو پر بنسټ، اوسېدونکو ته ویل شوي، چې بني سهیل، خزاعه، ابسان او القرة ته لاړ شي.
هغه سیمې چې اسرائیلي پوځ د سویلي غزې له اوسېدونکو غوښتي وو له هغه ځایه ولاړ شي، په ټولیزه توګه شاوخوا سل زره وګړي لري.
د رویټرز په وینا ، په خبرداري کې ویل شوي: "ستاسو د خوندیتوب لپاره ، تاسو باید سمدلاسه خپل استوګنځي پرېږدئ او ځانګړې شوې سرپناه ته لاړشئ." "هر هغه څوک چې ترهګرو یا د هغوی تاسیساتو ته نژدې وي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، او هر هغه کور چې ترهګر یې کاروي په نښه کېږي."
له شمالي غزې خلکو تر وتلو وروسته، د خان یونس د وګړو شمېر له څلور سوه زرو څخه یو ملیون ته لوړ شوی دی.





















