تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولانا فضل الرحمن؛ کابل ته زموږ د سفر موخه د دواړو هېوادونو اړیکو کې د ناسم پوهاوي لېرې کول دي
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي د طالبانو حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان ته یې د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ناسم پوهاوي لېرې کول دي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په غونډه کې ویلي، افغانستان ته یې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې د ناسم پوهاوي له منځه وړل دي، او غواړي د سیاسي اړیکو، اقتصاد، سوداګرۍ او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټوي.
هغه ویلي دلته یې د خیر غوښتنې پيغام راوړی او هیله لري چې دغه سفر مثبتې پایلې ولري. ښاغلي فضل الرحمن داسې مهال دا سفر کوي چې همدا دوشنبه د پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو په برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي. داسې رپوټونه دي چې د دغه سفر یوه مهمه اجنډا له افغان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو پر اړیکو خبري دي.
د پاکستاني پلاوي یوه غړي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "د خوښۍ احساس" کوې چې کابل ته یې سفر کړی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پاکستاني پلاوي ته ویلي، دوی له "افغانستانه د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد ته د ضرر رسولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې له خاورې یې نور وګواښي."
ملا محمد حسن اخند د ملا فضل الرحمن په مشرۍ پلاوي ته ویلي، پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې له ظالمانه رویې لاس واخلي، ځکه د هغه په وینا دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ ډېروي.
مولانا فضل الرحمن د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د واکمنو چلند ناسم بللی او زیاتوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو لامل دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي، په غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره د افغان سوداګرو، په ترانزیت او صادراتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ستونزو جوړېدلو په تړاو هم خبرې شوي، چې له امله یې هر کال افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له دغه ناستې مخکې ویلي و، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او اقتصادي راکړه ورکړه باید د سیاسي مسلو قرباني نه شي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یکشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی. نوموړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بلنه دا سفر کوي.
هغه او ورسره مل پلاوي کابل ته له رسېدو وروسته، پرون یکشنبه په ارګ کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي و.
د پاکستان حکومت وايي پاکستاني طالبان له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموي او د افغانستان خاوره د دوی پرضد کاروي.
خو د طالبانو حکومت که څه هم په تېر کې دا منلې چې د پاکستاني طالبانو غړي افغانستان کې شته خو ویلي یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د افغان طالبانو له مهمو ملاتړو بلل کېږي.