امریکا کې د تدفین یوې ادارې ته حکم شوی چې د مړو کورنیو ته۹۵۰ میلیون ډالر ورکړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مړو خښولو یوې ادارې ته چې له ۱۹۰ ډېر وراسته شوي جسدونه په کې موندل شوي، امر شوی چې د قربانیانو کورنیو ته ۹۵۰ میلیون ډالره ورکړي.

(دې ریټرن ټو نچر هوم) یا د 'طبیعت کور ته ستنېدو' په نوم دې ادارې د کولوراډو ایالت په پېروز ښار کې د دغو مړو ویرجنو خپلوانو او کورنیو ته د هغوی د پاتې شونو پر ځای جعلي ایرې ورکړې دي.‌

یوه قاضي اوس د تدفین خدمتونو دې ادارې خاوندانو 'جان' او د هغه ښځې 'کاري هالفورډ' ته د دغو پیسو د ورکړې حکم کړی، خو پلي کول یې ځکه ناشوني ښکاري چې دوی دواړه له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

جان او کاري د دغه حکم صادرېدو پر مهال محکمه کې حاضر نه وو.

د ښاغلی هالفورډ په اړه ویل شوي چې په توقیف کې دی خو ښځه یې په ضمانت ازاده ده.

د 'کرېسټینا پېج' په نوم یوې مور چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د خپل زوی د مړي سوځولو لپاره د دې ادارې خدمتونه کارولي، اسوشېټډ پرېس ته ویلي "زه به هېڅکله له دوی یوه پیسه هم ترلاسه نه کړم، نو نه پوهېږم، دا یو څه مایوسوونکې ده."

اغلې پېج چې اوس یې د تدفین خدمتونو په دغه کور کې د زوی جسد موندل شوی، جعلي ایرې څلور کاله په دې ګومان ساتلې وې چې ګوندې د زوی پاتې شوني یې دي.‌

دا وايي محکمې ته د دې جوړې نه حاضرېدل یې پر مخ د بلې څپېړې په توګه محسوس کړل.‌

د قربانیانو وکیل 'اندرېو سوان' اې‌پي خبري اژانس ته ویلي، په داسې حال کې چې د دې ښځې او مېړه مالي وضعیت له پیله مالوم و، د ده موکلین ځواب غواړي.‌

دی وايي "ما به دا بهتره ګڼلې وای چې هغوی حاضر شوي وو، که یوازې د دې لپاره هم وي چې هغوی د شاهدۍ په کټاره کې درېدلي وای او په قسم ترې پوښتل شوي وای، چې دا کار یې ولې کړی، یو ځل او دوه ځله هم نه، بلکې سلګونه ځله."

په دې مدني‌ قضیه کې چې د نورو احتمالي کسانو د مراجعې‌ لپاره پرانیستې پرېښودل شوې، له سلو د ډېرو کورنیو غړي ښکېل دي.

جان او کاري هالفورډ‌ په ایالتي او فدرال کچه‌ له جسدونو د ناوړه استفادې، غلا،‌ پیسو سپینولو او جعلکارۍ په ګډون‌ له سلګونو جرمي‌ تورونو سره هم مخ دي.

د بي‌بي‌سي امریکايي شریک سي‌بي‌اېس وايي دې جوړې ته د ایالتي څارنوال لخوا وړاندیز شوی و چې مړو ته د بې‌احترامۍ د ۱۹۰ پېښو پړه ومني. خو تر اوسه روښانه نه ده چې دومره شمېر کسان دې د ادعا لپاره رامخ ته شي.

د جنازې خدماتو دا اداره د کولوراډو سپرېنګز د سویل به ۴۸ کیلومترۍ کې پرته ده او مړي به یې د مومیايي کولو مایع په ګډون د هر ډول کیمیاوي موادو له کارولو پرته په ژر خاورې کېدونکو تابوتونو کې ښخول.‌

تر هغې وروسته چې د دوی له ملکیته د ډېر بد بوی له ختلو شکایت وشو، چارواکو څېړنې وکړې او د تېر کال د اکتوبر په لومړیو کې یې هلته ۱۱۵ مړي وموندل.

جان هالفورډ‌ د چارواکو لخوا د دې د پټولو پر هڅه تورن شو چې "په ناسم ډول یې انساني پاتې شونو ساتلي دي".‌

په کولوراډو کې د مړو د ښخولو اجازه شته، خو جسد باید ۲۴ ساعتونو کې دننه دننه ښخ او یا په مناسب ډول یخچال کې وساتل شي.

په دغه ایالت کې د تدفین خدماتو ادارو خاوندان دا اړتیا نه لري‌ چې د فعالیت لپاره حتما جواز،‌ یخچال کې د مړو ساتلو اختصاصي‌ زدکړه او یا ان د ۱۲ ټولګي اسناد ولري.

له دې رسوایۍ وروسته که څه هم په دې برخه کې د سختو قوانینو د وضع کېدو امر شوی خو له ۲۰۲۶ کال مخکې نه نافذېږي.‌