د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره: ۶۹ سلنه افغانان معیشتي خوندیتوب نه لري

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام یا یو این ډي پي په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یا یو این ډي پي دغه راپور پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د ۲۰۲۳ کال تر وروستیو په دغه هېواد کې د راغلیو ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو ارزونه ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، کورنۍ، ښځې او نجونې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د بشري کړکېچ او اقتصادي ځوړتیا درنه بیه پرې کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را وروسته پر ښځو لګول شوي محدودیتونه هغه مسئله ده چې یو این ډي پي پخپل تازه راپور کې ورته ځلونه اشاره کړې ده.

راپور کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه مخ پر ځوړ شوی او همدارنګه د ملي ناخالص عاید کچه هم ۲۵ سلنه کمه شوې ده.

راپور زیاته کړې، بې روزګاري، د افغانستان د پانګې کنګلېدو، د بانکوالۍ سیستم ناسم فعالیت د افغانستان د اقتصادي ځوړتیا مهم عوامل دي. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي معیشتي خوندیتوب نه لري او کار کوونکي کسان هم ثابت عاید نه لري

په ورته مهال په نړیوالو مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار بندیز هم یو هغه عامل ګڼل شوی چې کولی شي د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د ښځو پر کار بندیز هم د هېواد پر اقتصاد د احتمالي بد اغېز یو لامل بلل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښځو پر کار بندیز هم د هېواد پر اقتصاد د احتمالي بد اغېز یو لامل بلل شوی.

راپور کې همدارنګه ویل شوي، په تېرو دوو کلونو کې د ډېری افغانانو اقتصادي تکیه پر کرنه وه، خو د اقلیمي بدلونونو په ځانګړي ډول وچکالۍ له امله د عاید دا سرچینه هم له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

ورته مهال په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول د نړیوالو بشري مرستو کموالي هم اړمنې کورنۍ له لا نور کړاو سره لاس او ګرېوان کړې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې پخپل راپور کې لیکلي، د دغه راپور له چمتو کولو یې هدف د پوهاوي خپرول او له روان وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره رغوونکو بحثونو ته لاره هوارول دي.

یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان د خپلو مرستو په نوملړ کې وساتي او همدارنګه د طالبانو له حکومت سره پر ښځو د لګولو محدودیتونو د لرې کولو لپاره خبرې وکړي.