هند کې د خالصتان ملاتړی 'امرېتپال سېنګ' نیول شوی

د خپرېدو وخت

هند کې د خالصتان غورځنګ ملاتړی او د 'پنجاب وارث' تنظیم مشر امرېتپال سنګ نیول شوی دی.

د هند د پنجاب پولیسو ویلي، چې امرېتپال د 'جرنیل سنګ بېندرانوالې' کلي 'موګا' ته پر لار نیول شوی.

امنیتي ادارو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د نوموړي لټون کاوه.

هغه په شخصي الوتکه کې د اسام ایالت 'ډبرو ګړ' ته لېږدول شوی.

د پنجاب پولیسو له خلکو غوښتي چې ارام واوسي او د جعلي خبرونو له شریکولو ډډه وکړي.

یوه ویډیو کې ښکار ي چې امرت پال سنګ تر نیول کېدو مخکې د سېکانو یوه ګرودواره کې خلکو ته وینا کوي.

د هغه دا وینا پر خواله رسنیو هم خپرېده.

د امرېتپال سنګ نوم د روان کال فبرورۍ هند کې تر هغې وروسته د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیو، چې د خپل یوه همکار راخلاصولو لپاره یې له سلګونو ملاتړو سره د پولیسو پر یوه مرکز چپاو وروړ.

د هغه دغه ګام ۱۹۸۰ یمه لسیزه کې د هند پنجاب کې د سکانو د بېلتونپالنې غورځنګ یاد را تازه کړی.

هغه مهال د دغه غورځنګ ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو اقداماتو کې زرګونه کسان وژل شوي وو.

امرېتپال سنګ په زغرده ويلي چې دی د سکانو د یوه خپلواک دولت (خالصتان) ملاتړ کوي.

دا غورځنګ 'جرنیل سنګ بیندرانوالې' هم چلاوه، چې یوه مشهور سک مبلغ و.

هغه په ۱۹۸۴ کال د سکانو پر 'ګلوډن ټېمپل' د هند د پوځ عملیاتو کې ووژل شو.

امرېتپال سنګ تېر کال د جرنیل سنګ بېندرانوالې کلي 'موګا' کې د پنجاب د وارث سازمان مشر وټاکل شو.

امرېتپال سنګ څوک دی؟

امرېتپال تر څو مخکې کلونو پورې ډېر مشهور نه و. دی د پنجاب د امرېتسر د 'جالوپور کېرا' کلي اوسېدونکی دی.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال دوبۍ ته ولاړ چې د خپلې کورنۍ د ترانسپورت کاروبار کې برخه واخلي.

د امرېتپال سنګ د لېنکډاېن پروفایل وايي، چې نوموړی د پنجاب پوهنتون له میخانیکي انجنیرۍ دیپلومه او د کارګو یوه کمپنۍ کې د عملیاتي مدیر په توګه کار کړی دی.

د رپوټونو له مخې تر څو کلونو د هغه محبوبیت یوازې تر خواله رسنیو محدود و چې د سکانو د یووالي او جلا دولت په اړه یې نظریاتو ډېر غبرګون ترلاسه کړ.

هغه د تېر کال اګست کې له دوبۍ بېرته هند ته ستون او یوه میاشت وروسته بیا د "پنجاب وارث" سازمان مشر وټاکل شو.

د دغه سازمان بنسټ دیپ سیدهو ایښی، چې سیاسي فعال او ممثل و.

هغه د کروندګرو د احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په تور نیول شوی او تېر کال په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو.