تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اذان پرته د جومات بهرني لاسپیکر کې نور څه مه غږوئ
د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت له اذان پرته د جوماتونو پر لاسپیکرونو کې د نورو څیزونو غږول ممنوع اعلان کړي، چې پر خواله رسنیو یې په اړه تاوده بحثونه راپارولي دي.
د عمان د اوقافو وزیر حمد بن سعید المعمري له لوري په دې بیان کې راغلي چې: "په جامع جوماتونو او عیدګاه جوماتونو کې د بهرنيو لاسپیکرو کارول باید یوازې د اذان لپاره وي."
په دې بیان کې راغلي، که له دې "لایحې څوک سرغړونه وکړي، نو باید ۱۰۰۰ عماني ریاله (څه باندې ۲۵۰۰ ډالره) جریمه شي."
ددې لایحې په اړه خلک سره وېشل شوي، ځینو غندلې او نورو بیا ستایلې او د جوماتونو لاسپیکرونه یې یوه اړتیا او هوساینه بللې ده.
په عمان کې دې مسلې پر خواله رسنیو سیاستوال هم مخامخ مخالفتونو ته اړایستلي دي.
د پارلمان غړی محمد سلیمان المخرومي پر ټویټر لیکلي، "ایا موږ د ناشنا دلایلو له کبله ورو – ورو له دیني شعایرو د ځان خلاصولو په درشل کې یو او ترې تنګ شوي یو او پر خپل دین د شرمېدو لوري ته ځو چې له خپل ژوند یې وباسو، لکه مخکې چې تربیه کې دا سې وشول، کله چې اسلامي تربیه او هر هغه څه لغوه شول چې له کتابونو ته زموږ پر دین د منګولو ټینګولو ته بلنه بلل کېده؟!!!".
خو د عیسی په نامه یوه بل ټویټر کارن لیکلي، "دا یوه ښه پرېکړه ده، لمونځ کوونکي چې جومات کې وي لاسپیکر ته اړتیا نه شته. جومات ته د څېرمه خلکو خیال هم باید وساتل شي. ناروغان، ماشومان او بوډاګان شته. لاسپیکر له لمانځه سره کوم تړاو نه لري!".
خو محمد الجهوري بیا لیکلي چې "لاسپیکر د لمانځه یا اذان پر صحت او سمون اغېز نه لري.. دا ما ته یو ښه ټولنیز دود ښکاري چې مخالفت ته اړتیا پکې نه شته".
د عمان عمومي مفتي احمد بن حمد الخلیلي د وزارت پر دغه بیان د نیوکې سربېره لیکلي: "د ډېر تاسف او حیرانتیا ځای دی چې په ځینو اسلامي هېوادونو کې له اړوندو بنسټونو د دیني چارو په اړه دا ډول بیان صادرېږي".
په عمان کې تر دوو زرو ډېر جوماتونه شته.