د امریکا فدرالي محکمې پرېکړه: د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني د بریدونو قربانیانو ته نه شي ورکول کېدای

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په متحدو ایالتونو کې د استناف یوې فدرالي محکمې پر سې شنبه (اګست ۲۶مه) امر وکړ، چې د ۲۰۰۱ کال سپتمبر میاشتې ۱۱مې او په ختیځه افریقا کې د ۱۹۹۸ کال اګست میاشتې اوومې پېښو کې چې د امریکا پر سفارتونو بمي بریدونه وشول، د طالبانو رول په تړاو د افغانستان بانک (ډياېبي)، درې نیم میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني د هغو پېښو قربانیانو ته نه شي ورکول کېدای.
د سې شنبې ورځې دا پرېکړه، د نیویارک ښار منهټن په یوه محکمه کې، د یوې رایې په مقابل کې په دوو رایو سره وشوه.
د بریدونو د پېښو قربانیانو د خپلوانو څو ډلو لپاره په دې قانوني جګړه کې د ماتې په معنی بلل کېږي.
دعوه څه وه؟
دغه قضیه د سپتمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو ځینو کورنیو له خوا د طالبانو پر ضد ثبت شوې وه.
قرباني کورنیو ویل طالبانو د القاعده مشرانو ته پناه ورکړې وه. القاعدې بیا په امریکا کې بریدونه وکړل او زرګونه کسان یې ووژل.
د قربانیانو ځینو کورنیو د افغانستان بانک له هغو اوو میلیاردو ډالرو نیمايي غوښتل چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکا هغه مهال ولسمشر جو بایډن په امر کنګل شوې.
د محکمې استدلال
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا نیویارک ښار د منهټن دویمې حوزوي استیناف محکمې ویلي، د افغانستان بانک، ډياېبي (DAB)، د بهرني حاکمیت معافیت قانون، اېفاېسایاې (FSIA) له مخې، خوندي دی او اړ نه دی چې د نیویارک په فېډرل ریزرب بانک یې کنګل شوې شتمي له لاسه ورکړي.
دلیل دا دی چې د افغانستان بانک د خپل هېواد د یوې ادارې یا وسیلې په توګه پېژندل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د قاضیانو نظرونه
قاضي جوز کابرانیس وویل، د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې چې کابل سقوط شو او دا شتمني وروسته کنګل شوه، داسې هېڅ ثبوت نه و، چې وښيي، د افغانستان بانک د طالبانو لخوا کنټرول شوی او یا یې مرسته ورسره کړې ده.
د همدې محکمې د قضايي پلاوي یوه بل غړي قاضي ریچارډ سیولیوان بیا د پرېکړې مخالفت کړی. دی وايي، له پرېکړې سره د ټيارایاې (TRIA) هدف نقض شوی، چې ''د ترهګرۍ قربانیانو لپاره هر ډول شتمنۍ ته لاسرسی'' چمتو کوي.
قاضي سیولیوان زیاته کړې، افغانستان اوس د اېفاېسایاې (FSIA) په شرایطو برابر هېواد نه دی او له همدې کبله د افغانستان بانک شتمنۍ تر دې پوښښ لاندې نه راځي.
د شتمنۍ وېش
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو یو اجرايي فرمان صادر کړ.
د فرمان له مخې، امریکا کې د افغانستان بانک د اوو میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو ویشل شوې.
- نیمه برخه (۳.5 میلیارد ډالر) د بشردوستانه مرستو لپاره افغانستان ته ورکول کېده
- پاتې نیمه نوره د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو د غرامت قضیې لپاره امریکا کې ساتل کېده
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت بیا د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې د افغانستان له کنګل شویو شاوخوا اوو میلیاردو ډالرو درې نیم میلیارد ډالر به یې سویس کې یوه نوي امانتي صندوق ته ولېږدول شي.
د طالبانو دریځ او نړیوال بندیزونه
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نورو مالي ادارو د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل کړل او مالي مرستې یې وځنډولې.
طالبانو بیا بیا غوښتنه کړې چې دا پیسې باید دوی ته وسپارل شي، ځکه دا د افغانستان ملکیت دی خو د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د امریکا استیناف محکمې په خپله تازه پرېکړه کې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د شتمنۍ د بېرته سپارلو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا شتمني به لږ تر لږه د اوس لپاره پر خپل حال پاتې شي.





















