تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما: د امر بالمعروف تګلارو د ښځو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی؛ مجاهد وايي، 'اسلامي احکام توصیه' کوي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پخپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د طالبانو حکومت له خوا د ښکلا سالونونو، له محرم پرته له ۷۸ کیلومټرو څخه د زیات سفر، عامه پارکونو، لوبغالو او عامه حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز، د هغوی "پر جسمي او رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی دی."
یوناما پر افغانستان د طالبانو حکومت د کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال د اخلاقي څار او د امر بالمعروف وزارت کړنو په تړاو پخپل تازه راپور کې د دغه وزارت د ممنوعیتونو یو اوږد نوملړ خپور کړی دی.
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې ویلي، "یوناما نیوکې بې ځایه دي."
ښاغلي مجاهد په یوه اېکس پیغام کې په دې هکله زیاته کړې: "کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوسمع شکایاتو وزارت له خوا توصیه کېږي، هغه معلوم اسلامي احکام دي."
"وېره او فشار"
بل لور د یوناما رپوټ زیاتوي، د طالبانو حکومت د نهی عن المنکر وزارت د موسیقۍ غږول یا اورېدل، د قیلون څکول، د انسان او څارویو د انځورونو ننداره کول او د جادو په ګډون د نوروز، یلدا شپې او عاشقانو د ورځې لمانځل نااسلامي ګڼي او مخه یې نیسي.
رپوټ کاږي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د خپل ایجاد اصلي هدف د ټولنې اصلاح ګڼې، خو زیاتوي، د غلطیو په مقابل کې د دغه وزارت له خوا ور کول کېدونکي مجازات د وړاندوینې نه دي او په ټولنه کې یې د "وېرې او فشار فضا رامنځته کړې ده."
یوناما وايي، د دغه وزارت ډېری فرمانونه د ښځو د ټولنیز او شخصي ژوند په تړاو دي.
د موسیقۍ غږولو سزا
یوناما پخپل رپوټ کې ویلي، د امربالمعروف وزارت موسیقي حرامه او په ټولنه کې یې د منکراتو د ترویج لامل ګڼي او وایي، د اسلام ريښې له منځه وړي.
راپور په همدې تړاو یوې بېلګې ته اشاره کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په لسمه د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په فاریاب کې ۲۹ محصلین له دې امله چې په لیلیه کې یې د خپل یوه ټولګیوال د کوژدې په خوشحالۍ کې موسیقي غږولې وه، ونیول چې په ډله کې یې ځینې په څپېړو ووهل او د سرويښتان یې ور وخریل او له ۱۸ ساعته زندان وروسته یې خوشې کړل.
په دغه رپوټ کې ویل شوي، د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر په ۲۴مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د یلدا د شپې لمانځل د اسلام نظره حرام او ګناه ده.
همدارنګه د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د دغه وزارت مامورانو ته وویل شول چې خلکو ته د عاشقانو د ورځې د لمانځلو حراموالي په اړه عامه پوهاوی ور کړي.
په رپوټ کې راغلي: "دې موخې ته د رسېدو لپاره دغه اداره اراده لري چې عامو خلکو ته د لارښوونو په صادرولو سره له اسلامي شریعت څخه د اوسنیو چارواکو د تفسیر پر بنسټ معروف او منکر مسایل خپاره او ترویج کړي."
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، د یوناما رپوټ چمتو کوونکي افغان ټولنې ته د لوېدیځوالو له نظره ګوري، چې ښاغلی مجاهد یې ناسمه چاره بولي. نوموړی زیاتوي:
"متأسفانه د یوناما رپوټ جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څېر و ارزول شي."
چې په ځینې مواردو کې روښانتیا، ثبات او قانوني ډاډ نه لري."
د امربالمعروف وزارت څه ویلي؟
یوناما وايي، پخپل رپوټ کې راغلي موارد یې د یاد وزارت چارواکو مخې ته ايښي او ځوابونه یې هم تر لاسه کړې دي.
امربالمعروف وزارت ورته ویلي، په رسنیو کې هغه موارد منع شوي چې د خلکو رواني امنیت ګواښي او دغه ممنوعیت پر ټولو هغو نشراتو هم د پلې کېدو وړ دی چې له اسلامي او افغان ارزښتونو او قوانینو سره په ټکر کې دي.
د ښځو پر اوږده سفر د بندیز په اړه یې ویلي، له ښځو سره د محرم شتون پر اسلامي ارزښت سربېره افغاني ارزښت هم دی.
دغه وزارت زیاته کړې، پارکونو او عامه ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز نه دی لګېدلی، خو یوازې له نرانو سره مختلط چاپیریال ته پر تګ یې بندیز لګېدلی دی همدارنګه په هغو ځایونو کې چې د ښځو کار ته اړتیا ده، لکه په روغتیايي سکتور کې ډېرې ښځې په کار بوختې دي. د دې تر څنګ یوازې د کار او ټولنیزو چارو وزرات په لنډ وخت کې ۹۰۰۰ ښځو ته کاري جوازونه وېشلي دي.
دغه وزارت ویلي، تر اوسه د نارینه و د ظاهرې بڼې په تړاو کوم محدودیت نه دی وضع شوی، خو منلې یې ده چې په ننګرهار کې د ږیرې خریلو او په غربي بڼه د ويښتو جوړولو له امله یو شمېر سلمانیانې تړل شوې دي.