تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ ټاکنیز ټیم د زندان له تاریخي عکس وروسته څه باندې ۷ میلیون ډالر راټول کړي
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنیز ټیم وايي تر هغې وروسته چې پولیسو تېره پنجشنبه د جورجیا ایالت د مرکز اتلانتا په زندان کې د هغه عکس واخیست، څه باندې اووه میلیون ډالر یې راټول کړي دي.
د دغو پيسو ډېره برخه د هغو ګیلاسونو یا پیالو، کمیسونو او نورو سوداګریزو توکو له پلوره ترلاسه شوې، چې د نوموړي همدغه عکس پرې چاپ شوی دی.
ښاغلی ټرمپ، چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم له جمهوریپال ګونده نوماند دی، زندان کې د څو دقیقو له تېرولو وروسته د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت بېرته خوشې شو.
هغه د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال دغه ایالت کې د ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسې په تور بندي شوی و.
بلخوا په داسې حال کې چې امریکا کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي، ښاغلی ټرمپ له دریو نورو تورونو سره هم مخامخ دی.
په دوی کې یو تور تېرو ولسمشریزو ټاکنو د درغلیو په تړاو د نوموړي د ناسمې ادعا او بل په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د نوموړي د پلویانو د چپاو دی.
خو پخپله ډونلډ ټرمپ دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا دوسېې ورته د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ او د دې لپاره اچول شوې چې دی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند له اړخه له جو بایډن سره سیالۍ ته تر ټولو مخکښ نوماند دی.
داسې ښکاري چې دې موضوع د هغه د ملاتړو پام هم وراړولی، ځکه د کانګرس ودانۍ او د جورجیا د احتجاجونو په قضیو کې تر غوښتل کېدو په راوروسته دریو اوونیو کې یې نږدې ۲۰ میلیون ډالر راټول کړي دي.
د هغه ټاکنیزو منډو ترړو ته یوازې د جمعې پر ورځ جورجیا کې له نیول کېدو سملاسي وروسته ۴ اعشاریه ۱۸ میلیون ډالر راټول شول.
دا په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېرې پیسې دی، چې د نوموړي کمپاین یې راټولوي.
د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز ټيم پر دې سربېره چې په انلاین بڼه سوداګریز توکي پلوري، د هغه ملاتړو ته هم پيغامونو استوي چې مرسته ورسره وکړي.
ډونلډ ټرمپ پنجشنبه د اتلانتا په زندان کې د نوموړي اخیستل شوی عکس پر خپل اېکس (ټویټر) هم خپور کړ او ورسره ویې لیکل چې "ټاکنو کې مداخله. هېڅکله مه تسلمیږئ!"
دا د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ را وروسته لومړی ځل و چې نوموړي پر دې خواله رسنۍ له خپل اکونټه پیغام خپراوه.
د زندان عکس
ښاغلي ټرمپ پنجشنبه زندان ته له تګ وړاندې پخپله وویل چې ځان تسلیموي. هغه که څه هم وروسته د ۲۰۰ زره ډالرو په وثیقه بېرته ازاد شو، خو زندان کې ترې اخیستل شوی عکس رسنیو لپاره په سرټکو بدل شو.
په دغه عکس کې نوموړی له ورایه ظاهرآ ناراضه ښکاري او تندی یې تریو نیولی دی.
د زندان عکسونه معمولا د سیاستوالو کاري ژوند نابودوي، خو ښاغلي ټرمپ لپاره بیا د ټاکنیزو منډو ترړو په یوه سمبول اوښتی دی.
د هغه ټاکنیز ټیم په څو ساعتونو کې دننه دننه د داسې پیالو، ټيشرټونو، او ټاپو پلور پیل کړل چې د نوموړی همدغه عکس پرې چاپ شوی او ورسره دا جمله هم پرې لیکلې چې "هېڅکله مه تسلیمږئ."
دا اوس د دې یو بل ساری او بېلګه ګرځېدلې، چې ښاغلی ټرامپ څنګه ورپېښ سیاسي خطرونه او ګواښونه ځان لپاره په فرصتونو بدلوي.