تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سمنګان ولایت یوه دیني مدرسه کې چاودنې زدکوونکي وژلي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ماسپښین د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې د لمانځه پرمهال چاودنې شاوخوا ۱۷ زدکوونکي وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "په خواشنۍ سره باید ووایو چې، نن ماسپښین د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې له امله یې شاوخوا ۱۷ تنه زد کوونکي په شهادت رسېدلي او شمېر هم زخمیان دي.
زموږ کشفي او امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره لګیا دي تر څو ددغه نه بښونکي جنایت عاملین وپېژني او د خپل عمل په سزا يې ورسوي".
ځايي خبریالان وايي، د پېښې ځای ته تر اوسه ژورنالستان نه پرېښودل کېږي.
روښانه نه ده چې دغه پېښه د چاودنې له امله رامنځ ته شوې او که ځانمرګی برید و.
پر خواله رسنیو ځینې وېډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د جومات د ننه د زدکوونکو مړي او ویجاړي پکې ښکاري، خو تر اوسه ددې وېډیو کره والی لا نه دی تایید شوی چې ایا د همدې پېښې ده او که د کومې بلې.
ځینې سرچینې وايي چې پېښه د لمانځه پرمهال رامنځ ته شوې. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
ځینې رسنیو د سمنګان ولایتي روغتون له قوله ویلي، چې دوی ته د چاودنې له ځایه ۱۵ مړي او ۲۷ ټپیان ور وړل شوي، خو تر اوسه طالبانو دا شمېرې لا نه دي تایید کړې.
نهه ورځې وړاندې د سمنګان لپاره د طالبانو والي مولوي ندیم دغې مدرسې ته ورغلی و او د مدرسې په انګړ کې یې د یوه جومات د بنسټ ډبره هم اېښې وه.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان کې د دیني مدرسو جوړول د طالب چارواکو یو عمده رسمي او نارسمي فعالیت ګرځېدلی دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۱۲۰۰ مدرسې او د اسلامي زدکړو مرکزونه فعالیت کوي.