مسکو کې راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه امنیتي کنفرانس جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې تاس خبري اژانس خبر ورکړی چې مسکو به راتلونکې اوونۍ د مرکزي اسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د پنځمې غونډې کوربه وي.
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، چې ددغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې اسیا لپاره د دویم سیاسي مدیریت مشر هم دی، دغه خبري آژانس ته ویلي، دې غونډه کې به د هند، چین او پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکاران هم برخه ولري.
هغه د دې غونډې د اېجنډا په اړه څه نه دي ویلي.
د مرکزي اسیا او د سیمې څو نورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان په اړه څلورمه امنیتي غونډه د تېر کال می میاشت د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې کړې وه.
روسیې او د مرکزي اسیا نورو هېوادونو تر هغې وروسته چې نږدې یو نیم کال وړاندې افغانستان کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، څو ځله خپلې امنیتي اندېښنې په ډاګه کړې دي.
دغو هېوادونو وېره څرګنده کړې چې افغانستان کې د دوی په وینا د داعش ډلې مېشت وسله وال به له پولو ور واوړي.
له دغو هېوادونو یو تاجکستان دی چې له افغانستان سره نږدې ۱۴۰۰ کیلو متره اوږده پوله لري.
تېر اکتوبر کې د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان خپل هېواد کې یوې نړیوالې امنیتي غونډې ته وویل، حکومت یې غواړي افغانستان سره پر ګډه پوله د پوځي تاسیساتو شمېر ۳۰۰ ته لوړ کړي.
په دې غونډه کې د ۱۱ داسې سختدریځه ډلو یادونه هم وشوه چې دوی وايي افغانستان کې فعالې دي او د غړو شمېر یې ۱۴ زره تنو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو طالبان وايي له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ نشته.
دوی د داعش ډلې په اړه ویلي چې لویه امنیتي ننګونه نه ده او ځپل شوې ده.
مسکو چې له څو کلونو راهیسې طالبانو سره تادوه اړېکي پالي، په داسې حال کې څو ورځې وروسته د افغانستان په تړاو د یوه کنفرانس د کوربتوب اعلان کړی چې تېره اوونۍ یې افغانستان لپاره ځانګړی استازی اسلام اباد ته تللی و.
امریکایي رسنیو د پاکستاني چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې ښاغلي کابلوف پاکستاني لوري ته ویلي، مسکو طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکوي، خو دمګړۍ یې د حکومت په رسمیت پېژندلو نیت نه لري.
د نوموړي له قوله ویل شوي و چې طالبانو ته یې مشوره ورکړې چې پراخ بنسټه حکومت جوړ او پر نجونو لګولي محدودیتونه لېرې کړي.






















