ضمیر کابلوف: باوري یم چې افغان وسله وال د قزاقستان په کړکېچ کې ښېکل وو

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

روسی لوړپوړی دیپلومات ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې د قزاقستان چارواکو هغه ادعا پخه ګڼي چې د قزاقستان وروستیو تاوتریخوالو کې له افغانستانه ورغلي وسله وال لاس لري.

طالبانو د قزاقستان تاوتریخجنو پېښو ته وړاندې په غبرګون کې ویلي و، دوی په سیمه کې د ټیکاو غوښتونکي دي او دا چې جګړه د هیڅ هېواد په ګټه نه ده.

د افغانستان لپاره د روسيي ځانګړی استازی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی دیپلومات ضمیر کابلوف په دې هکله وايي: ''د قزاقستان پر هغه خبره بشپړ باور لري چې ویلي یې دي اورپکي له افغانستانه قزاقستان ته لېږل شوي او موږ په دې باوري شوي یو چې د منځنۍ اسیا یوشمېر اورپکي په عراق او سوریه کې توندلارو ډلو روزلي ''

ضمیر کابلوف دغه څرګندونې د قزاقستان د ولسمشر قاسم جمرات تکایف له هغو څرګندونو وروسته کوي چې د جنورۍ پر لسمه یې وویل، د قزاقستان په وروستیو تاوتریخوالو کې د هغه پر ټکو شر خوښي د منځنۍ اسیا له هېوادونو او په ځانګړې ډول له افغانستانه ورغلي وو.

ښاغلي تکایف دا هم ویلي و چې جنجال پېښونکو کسانو کې داسې خلک هم و و چې د منځني ختیځ له اورپکۍ سره تړاو لري.

قزاقستان کې د جنورۍ لومړۍ اونۍ هله تاوتریخجنه شوه شوه چې ظاهرا د نفتو او ګازو له بیو د نیوکو غږ پورته شو، لاریونونه شول او ان دومره اخ ډب او تاوتریخوالی وشو چې په ټس کې یې دوه سوه پنځه ویشت کسان ووژل شول او ۴۵۰۰ نور ټپيان شوو.

خو له افغانستانه د اورپکو د ورتګ خبره یوازې د قزاقستان اړوند نه ویل کېږي.

تېره اونۍ تاجکستان کې د روسيي سفیر ویلي و، د افغانستان له هسکو غرنیو سیمو د تاجکستان پولو ته په راتلونکي پسرلي کې چې هوا ماتیږي ګواښ پېښږي، داسې چې د منځنۍ اسیا جهادي ډلې، داعش او نور وسله وال هلته لا هم پخې مورچې لري او دا چې له واکمنو طالبانو سره د نورو وسله والو ډلو اړیکې څرګندې دي چې څه به کیږي.