ملګرو ملتونو اسرائیل او حماس په جنګي جنایت تورن کړي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ماټ مورفهې
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, لندن
  • د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته په یوه تازه وړاندې شوي رپوټ کې اسرائیل او حماس ډله په جنګي جرمونو او د بشر حقونو پر نقض تورن کړي دي.

د ملامتۍ دا تورونه چې د ملګرو ملتونو د څېړنو کمېسیون د پلټونونکو له خوا راټول شوي، دواړه خواوې تورنوي چې پر ملکي کسانو یې بریدونه زیات کړي او په "قصدي" ډول ملکي کسان وژني.

د ۲۰۲۳ کال په دغه رپوټ کې په ځانګړې توګه اسرائیل پر بشر ضد جنایت تورنوي چې فلسطیني نارینه او ماشومان یې په نښه کړي، ربړولي او وژلي دي.

اسرائیل د دې رپوټ موندنې ردوي او دا کمېسیون تورنوي چې د دوی پر ضد "یوه سیاسي دسیسه" پر مخ بیايي.

پلټونکو په دې رپوټ کې چې تمه ده راتلونکو اونیو کې د ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا ته وړاندي شي، قربانیانو او شاهدانو سره مرکې کړي او له ګڼو نورو طبي سرچینو یې مالومات ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو پخواني مشر ناوي پیلای په مشرۍ دغه هیات ویلي، د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې د اسرائیلو له خوا د درنو وسلو کارول جنګي جنایت دی، ځکه چې دا پر ملکي کسانو مخامخ برید دی چې موخه یې "ډېر زیان" اړول دي.

اسرائیل د خپل سري نیونو او "لس ګونه زره ماشومانو" د وژلو او معلولولو په ګډون په نورو ګڼو جنګي جنایتونو هم تورن شوي.

په دې رپوټ کې دا هم راغلي چې اسرائیلو له "بشپړې محاصرې" په ګټې اخیستنې ملکي کسانو ته اوبه او خواړه رسول محدود کړي، چې د دوی په وینا "ټولیز مجازات" دی.

حماس ډله هم د اکتوبر برید کې چې ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ کسان یې یرغمل نیولي وو په جنګي جنایت تورن شوې. په دې رپوټ کې راغلي چې پر اسرائیلي ښځو د جنسي تېري او په پناه ځایونو کې د ډله ییزو وژنو شواهد موجود دي.

په رپوټ کې څه ویل شوي؟

رپوټ کاږي: "ډېرې انسان تښتونې په فزیکې، رواني او جنسي تاوتریخوالي او په سپکاوي ډک چلن ترسره شوي دي. جنایت کوونکو له ښځو د بریا د جام په ډول کار اخیستی."

رپوټ کې اسرائیلي ځواکونه په عام محضر کې د فلسطینیانو د بدن په بربنډولو سره په جنسي تاوتریخوالي تورن شوي او پلټونکو ویلي: "دا په پراخه کچه د خلکو سپکاوی کول دي."

حماس تر اوسه د دې تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا رپوټ پخپله تورنو کسانو ته څه سزا نه لري، خو د اسرائیل او حماس مشرانو په راتلونکې احتمالي محاکمه کې کارول کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې هم په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنې په اړه د اسرائیل پر ضد پر یوه قضیه بحث کوي.

دا قضیه سویلي افریقا راپوته کړې او اسرائیل تورنوي چې غزه کې یی نسل وژنه کړې.

د عدالت نړیوالې محکمې ته په سپارل شویو اسنادو کې له محکمې غوښتنه شوې وه چې اسرائیل دې پوځي عملیات ودروي.

نړیوالې جنايي محکمې هم د اسرائیلو د لومړي وزیر او د حماس مشر د نیول کېدو غوښتنه کړې وه.