تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا؛ امنیتي ځواکونو هغه سړی وژلی چې ولسمشر بایډن ته یې ګواښونه کول
- Author, مایک ویلنډلیګ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د امریکا متحدو ایالتونو کې څارګرې ادارې (ایف بي ای) هغه سړی په یوه چاپه کې وژلی، چې ولسمشر جو بایډن او نورو چارواکو ته یې د انټرنېټ له لارې ګواښونه کول.
امنیتي ځواکونو اوټا ایالت ته د ولسمشر بایډن له پلان شوي سفر څو ساعته مخکې د کریګ رابرټسن نیولو هڅه کوله.
په یوه جنايي شکایت کې ویل شوي، چې رابرټسن د ولسمشر بایډن او هغه څارنوال پر ضد ګواښونه پر فېسبوک خپاره کړي، چې د ډونالډ ټرمپ خلاف د یوې جنایي قضیې چارې پر مخ بیايي.
ایف بي ای چارواکو د دې موضوع په هکله د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې.
امنیتي ځواکونو د سالټ لیک سټي ښار په ۶۵ کیلومترۍ کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ پاو باندې شپږ بجې چاپه ووهله.
رابرټسن پر فېسبوکپاڼه لیکلي وو: ''اورېدلي مې دي چې بایډن اوټاه ایالت ته راځي، زه مې خپل (کیموفلاج) کالي راباسم او له خپل (ایم۲۴ ډوله) ټوپکه خاورې څنډم.''
دا له هغو لسګونو پیغامونو او د وسلې له تصویرونو یو دی، چې رابرټسن د خپلې فېسبوکپاڼې له دوو حسابونو خپاره کړي وو.
د رابرټسن په هکله شکایت کې ویل شوي، چې نوموړي په فېسبوکي پیغامونو کې د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلانډ او د نیویارک څارنوالې لیټیټیا جیمس ته هم ګواښونه کړي وو.
ایف بي ای کسان د نوموړي کور ته مخکې هم ورغلي وو، خو ویل کېږي هغه ورته ویلي وو، چې دا یې (ارمان) دی او دوی باید د نیولو له اجازې پرته بیا ورنه شي.
د یادونې ده، چې ولسمشر بایډن به پر پنجشنبه اوټاه ایالت ته سفر وکړي، د رضاکارو یوه روغتون لیدنه به وکړي او په پارک سټي کې به د بسپنې ټولولو په مراسمو کې ګډون وکړي.