تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ پاکستان د اسیا اېمرجېنګ کپ پایلوبه له هند وګټله
د اسيا اېمرجېنګ (الف) لوبډلو تر منځ پايلوبه کې پاکستان هند ته په ۱۲۸ منډو ماته ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې په خپل نامه کړه.
دغه سيالۍ د کرېکټ په ډګر کې د دوه سختو سیالانو هند او پاکستان تر منځ د شري لنکا په کولمبو کې ترسره شوې.
پاکستان او هند له ډېرو امتیازونو سره د دې لوبلړۍ مخکښې لوبډلې وې چې فاینل کې سره مخ دي.
د نننۍ لوبې ټاس یا پچه د هند لوبډلمشر وګټله خو سیالې لوبډلې ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه.
پاکستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۲ منډې وکړې چې هند ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې د ۲۲۴ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د هند د اټکل خلاف په توپ وهنه کې د پاکستان الف لوبډلې پیل ډېر ښه و تر دې چې لومړیو پيل کونکو لوبغاړو یې ۱۲۱ منډې جوړې کړې.
هندیانو له ۱۷ اورونو او ۱۲۱ منډو وروسته د پاکستان لومړۍ لوبغاړی اوټ کړ، ورپسې بل لوبغاړي د پاکستان منډې تر ۱۴۶ ورسولې.
د پاکستان بله وېکټه تر ۱۸۳ منډو ودرېده او د دریو وېکټو پر زیان ۱۸۳ په ښکاره ښې منډې دې خو څلورمه او پنځمه وېکټه یې ډېره ونه پایده.
ورپسې پاکستان په پرلپسې ډول هدف لوړ کړ او اته وېکټې یې هم له لاسه ورکړې تر دې چې له ټولو پنځوسو اورونو وروسته د پاکستان الف لوبډلې د هند د الف لوبدلې خلاف ۳۵۲ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې د پاکستان تایب طاهر ۱۰۸ منډې جوړې کړې، صاحبزاده فرهان هم له ۶۵ او ایوب هم له ۵۹ منډو سره د دې لوی هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.
د هند لپاره ريان پراګ ۲، راج وردن ۲، هارشېت رانا، مانو سوتر او نيشانت سېندو هر يوه يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
په توپ وهنه کې بيا د هند لپاره ابيشېک شرما ۶۱، يش دهول ۳۹ او سای سودرشن ۲۹ منډې جوړې کړې.
په اسیا اېمرجېنګ سیالیو کې د دغو دوه لوبډلو ور ها خوا د افغانستان، بنګله دېش، شري لنکا، عمان، نیپال او متحده عربي اماراتو اېمرجېنګ لوبډلو هم ګډون کړی و.
په ګروپي سیالیو کې افغانستان د سر دوه سیالان عمان او کوربه شري لنکا مات کړل خو له بنګله دېشه یې ماتې وخواړه چې دې ماتې افغان لوبډله له مخکې تګه وګرځوله.
د اسیا د اتو الف لوبډلو تر منځ دا یو ورځنۍ سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه د شري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې نن یې وروستۍ ورځ وه.