امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر د دوام غوښتنه کړې

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دوحې دویمې ناستې نه وروسته ویلي، امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ دا لړۍ دوام ومومي.

د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته کې د طالبانو حکومت ګډون ونه کړ او چارواکي یې په پرلپسې ډول له خپلې دې پرېکړې دفاع کوي.

د امریکا ځانګړي استازي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: " امریکا متحده ایالتونه د دغه فرصت له دوامه ملاتړ کوي، په نړیوال نظام کې د افغانستان د پوره ادغام لپاره د لارې نقشې جوړولو په برخه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د روان بهیر هرکلی کوي، دا ځکه چې د افغانستان د خلکو هوساینه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې د دې کار بنسټ جوړوي."

نوموړي دا هم لیکلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له یوه " ګټور" کنفرانس څخه بېرته واشنګټن ته ګرځیدلی دی.

د دوحې په دویمه ناسته کې ټام وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د امریکا په استازیتوب ګډون کړی وو.

له یادې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم یاده ناسته ګټوره بللې وه.

بل خوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي:" د دوحې غونډه مو له نږدې څارله، او ښکاره شوه چې کومه جوته پایله یې نه درلوده."

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو متلونو د همغږي کوونکي د ارزونو ، وړاندیزونو او دارنګه په راتلونکې کې د طالبانو له حکومت سره د ملګرو ملتونو د تعامل پر څرنګوالي خبرې و شوې.

وزارت لیکي چې آغلې اوتونبایوا په دې ناسته کې ویلي، په راتلونکو ناستو کې به له طالبانو سره " پراخې سلا مشورې" وشي.

ښاغلي متقي هم هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو راتلونکې ناستې " ګټورې پایلې" ولري.

د طالبانو حکومت له وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو له خوا د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی.

د امریکا ځانګړي استازي بیا د طالبانو د شرایطو او په دې ناسته کې د نه ګډون په اړه څه نه دی ویلي.

دا رنګه ملګرو ملتونو هم تر اوسه په رسمي توګه د طالبانو حکومت شرایطو ته ځواب نه دی ورکړی.

بل خوا د طالبانو حکومت مخالفو سیاسي لوریو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو ملاتړ کړی وو.

خو دغو سیاسي لوریو ته هم په یاده ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، چې د طالبانو حکومت مخالفان یې اندېښمن کړي دي.

د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ دا هم لیکلي چې د دوحې په ناسته کې ټول په دې یوه خوله وو چې " د افغانستان د ټولو خلکو ګډې ګټې باید خوندي وي، هیڅ هېواد دا نه غواړي چې افغانستان کې د اورپکو ډلو د بیا سر پورته کولو شاهد و اوسي، د دې تر څنګ ټول په دې سلا وو چې ښځې او نجونې باید د زدکړو، کار او ټولنیز ژوند حقونه تر لاسه کړي."

نوموړی دا هم وایي چې تېر کال د افغانستان له ۲۶ میلیونه اړو خلکو سره د بشري مرستو ډېرې ښې هڅې شوې دي، خو زیاتوي چې د دوام په اړه یې اندیښنې پر ځای دي.

ښاغلی وېسټ وایي، داسې یوې کړنلارې ته اړتیا ده چې د افغانستان خلک په راتلونکې کې د یوه ښه اقتصاد خاوندان کړي.

نوموړی وایي:" د کوکنارو له کروندګرو سره باید د بدیل کښت په موندنه کې مرستې وشي او دارنګه هغه روږدي کسان چې د درملنې لړ کې یې ژوند په ښه کېدو دی، ډېرې همغږۍ ته اړتیا لري."

د امریکا ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې د مدني ټولنې او ښځو د استازو له ګډون څخه هرکلی کړی دی.

نوموړی وایې د اقتصادي ستونزو د حل او بشري حقونو درناوي لپاره باید" د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو" سره تعامل ته دوام ورکړل شي.