شهباز شریف: د ګاونډیو هېوادونو خاوره زموږ پر ضد کارول کېږي، دا د پاکستان پر ضد توطئه ده

د عکس سرچینه، PMO
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په خپل هېواد کې د ناامنیو پېښو زیاتېدو په هکله د خبرو په ترڅ کې ویلي: ''بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي، چې د پاکستان خلکو، پوځ او پولیسو زړورو ځوانانو پکې ګڼ شمېر قربانۍ ورکړې دي.''
ښاغلي شریف د پاکستان فدرالي کابینې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه: ''دا د پاکستان پر ضد منظمه توطئه ده. د ترهګرۍ لړۍ د خواشینۍ وړ ده، په دې کې د ځینو ګاونډیو هېوادونو خاوره کارول کېږي.''
شهباز شریف په دې لړ کې افغانستان ته په اشارې سره وویل: ''څلوېښت کاله کېږي، چې موږ د دوی د پناه غوښتونکو کوربتوب کوو. هغوی زموږ وروڼه دي، دلته دې اوسي، چې حالات ښه شه بېرته به ځي، خو د کوربتوب بدل داسې راکول کېږي، چې ټي ټي پي (پاکستاني طالبان) د دوی له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګري کوي، نو دا د منلو نه ده، موږ چمتو یو چې د خپلو خلکو سوله ییز ژوند باوري کړو، خو موږ غواړو چې مسئله د خبرو له لارې حل شي او موږ په سوله کې ژوند وکړو.''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي شریف د تازه څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویندویانو په تکرار سره ویلي، چې "چاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي" او له پاکستانه غواړي د خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.
له دې مخکې پاکستاني چارواکو تېره اونۍ وویل، اسلام اباد کې یې د افغانستان سفیر مرستیال احضار کړی او په بنو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه مرکز د برید په تړاو يې احتجاج ثبت کړی.
د یادونې ده چې د جولای پر ۱۵مې هغه برید کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

د عکس سرچینه، SOCIAL
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر بیا په دې هکله تېره اونۍ ویلي و، پاکستاني چارواکو ته یې ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي.
سفیر سردار احمد شکېب د بي بي سي پښتو ته په یوه مرکه کې په دې هکله ویلي و، یو "همکار" یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و:
"موږ (دوی ته) وویل، چې بریدونه خو د پاکستان په نورو برخو کې هم کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې (بریدګر) دې په افغانستان کې اوسېږي، خو په هر صورت د افغانستان موقف دا دی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پر ضد داسې اقدام وکړي. که چېرې داسې څوک وموندل شي، چې هغوی د بل چا پر ضد د افغانستان خاوره کاروي، موږ یې په اړه اقدام کوو."
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، پر یوه بل د تورونو لګولو پر ځای باید پر دوه اړخیزو خبرو تمرکز وشي او د خبرو له لارې مسئایل حل شي.





















