دطالبانو حکومت : "افغانستان کې هیڅ بهرنۍ جنګي ډله نشته"

مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ذبیح الله مجاهد " د افغانستان اسلامي امارت ځواکونه په ټول افغانستان واک لري هیڅوک د دوی له اصولو سرغړونه نه شي کولی."
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او تاجکستان هغه تورونه بې بنسټه بللې چې ګواکې افغانستان د ګڼو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شوی.

ښاغلي مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د دغو تورونو او اندیښنو په غبرګون ویلي " دا ډېر تکراري تورونه دي، دا هسې تبلیغ او پروپاګنډ دی چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې دي، دلته هیڅ بهرنۍ ډله نشته،."

ښاغلی مجاهد ټینګار کړی چې " ځواکونه یې په ټول افغانستان واک لري او هیڅ بهرنی وګړی د دوی له اصولو او مقراراتو سرغړونه نه شي کولی."

نوموړي ویلي افغانستان هڅه کوي چې د دغو هېوادونو اندیښنې لېرې کړي او په ټکو یې بیا بیا دا ډاډ ورکړل شوی چې " د افغانستان خاوره د هیچا خلاف نه کارېږي."

له دې یوه ورځ مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې په هغه څه اندېښنه ښودلې وه چې دوی "په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پټنځایونو او د مخدره توکو د تولید پر ډېروالي" ډېروالی بللی و.

د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو ناسته

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو ناسته

د بشکېک په دې ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د هغه تاجکستاني سیال رمضان رحیمزاده تور پورې کړی چې دا مهال " د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲۵ ترهګریزې ډلې فعاله دي چې د ټولې سیمې امنیت ګواښي."

دوی همداراز "افغانستان کې د ترهګریزو مرکزونو پر موجودیت او د مخدره توکو قاچاق" د ټولې سیمې لپاره خطر بللی دی.

د پاکستان او تاجکستان دا ګډې اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې اسلام اباد او دوشنبه دواړه د نورو ګاونډیانو برخلاف له کابل سره ښې سیاسي او ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري.

د نورو ډلو ور ها خوا پاکستان تل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک ډیری غړي افغانستان کې دي او له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي، تاجکستان بیا افغانستان کې د انصارالله ډلې، د خراسان داعش څانګې او مخدره موادو څخه ځان زیانمن بولي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د تېرو میاشتو مخامخ نښتو دا فضا لا ترینګلي کړي خو تاجکستان له ځینو اندیښنو سره سره په دې وروستیو کې په احتیاطي ډول کابل کې د طالبانو حکومت سره د خبرو اترو هڅه کړې.

تاجکستان د مرکزي اسیا، ایران، پاکستان او ځینو نورو عربي هېوادونو خلاف دوشنبه کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو حکومت استازو ته نه دی سپارلی او لا هم دا استاوزلي د جمهوریت د وخت سفیر پر مخ وړي.