طالبانو یوه امریکایۍ مېرمن له دوو میاشتو بند وروسته خوشې کړې

امریکايۍ مېرمن او قطري پلاوی

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، يوه امریکایۍ مېرمن د طالبانو له خوا له دوه میاشتو بند وروسته خوشې شوې ده.

ښاغلي خلیلزاد په ټولنیزه رسنۍ اېکس یوه پوسټ کې لیکلي، د فې هال په نامه يوه امریکایۍ د طالبانو له بنده خوشې شوې او اوس د قطري چارواکو تر څارنې لاندې ده چې په وينا يې ډېر ژر به بېرته امریکا ته ستنه شي.

ښاغلي خلیلزاد پر اېکس د مېرمن هال یو انځور خپور کړی، چې د قطري استازو سره ناسته ده.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغه امریکایۍ مېرمنې د نيول کېدو د لامل په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو راپورونه وايي چې نوموړې له اجازې پرته د ډرون کارولو له کبله نيول شوې وه.

دغه مېرمن په داسې حال کې خوشې شوې چې لس ورځې وړاندې، یو بل امریکایی وګړی، جورج ګلزمن چې له دوو کلونو د طالبانو به بند کې وو ازاد شو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، فې هال چینایي الاصله امریکایۍ ده او د فبروري په میاشت کې په بامیانو ولایت کې د یوې بریتانوي جوړې کور ته د سفر پرمهال نیول شوې وه.

له دې سره بريتانوی جوړه، پیټر رینولډز او باربي رینولډز، له افغان ژباړونکي سره یو ځای نيول شوي وو.

تراوسه د دغو کسانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د بريتانوۍ جوړې لور د هغوی د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

خليلزاد له امریکايي بندي سره

د عکس سرچینه، Handout via Reuters

څه موده وړاندې، زلمی خلیلزاد، د زندانيانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سلاکار اډم بولر سره په يوه سفر کابل ته ولاړ او هلته يې له طالب چارواکو سره وکتل.

له کتنو وروسته زلمي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه اعلان وکړ، طالبانو يو امریکايی وکړی جورج ګلزمن چې له تېرو دوو کلونو راهسي بندي وو خوشی کړ.

نوموړي ويلي وو، "د طالبانو حکومت د ښه نیت په توګه د هغه د خوشي کولو هوکړه وکړه."

فې هال او جورج ګلزمن د هغو څو امریکایی وګړو له ډلې دي چې سږ کال د طالبانو له زندانونو ازاد شوي.

په جنوري کې، دوه نور امریکایي وګړي، راین کوربېټ او وېلیم والېس مک کېنټي، د يوه افغان وګړي خان محمد په بدل کې خوشي شول.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسیې، چین او ترکیې په څېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه ساتلي دي. قطر هم له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې لارې پرانیستې دي او د امریکايي یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یې په خبرو اترو کې يې مهم رول لوبولی دی.

له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وړاندې د طالبانو حکومت یوه امنیتي چارواکي ویلي، د زندانیانو په تړاو له امریکايي استازو سره د طالبانو حکومت پر له ‌پسې اړیکې شته، او دغه برخه کې ځیني پرمختګونه هم شوي.

طالبانو تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې چې څومره امریکايي وګړي په افغانستان کې زندانیان دي.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د بیا ټاکل کېدو راهیسې، د طالبانو حکومت هیله څرګنده کړې چې له واشنګټن سره به په اړیکو کې یو نوی پړاو پیل شي.