د حزب الله ډرون برید کې څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې حیفا ته نژدې د بنیامینا په ښار کې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو برید له کبله څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي دي.

د اسرائيلو پوځ په دغه برید کې چې د یکشنبې ماښام وشو، د لږ تر لږه ۵۸ نورو پوځیانو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د لبنان حزب الله ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو ډلې (MDA) ویلي، په برید کې ۶۱ کسان ټپیان شوي چې د دريو حالت نازک دی. دوی ويلي ۳۷ ټپيان د امبولانس او يا چورلکې له لارې سيمه ييزو روغتونونو ته وړل شوي دي.

تر دې وړاندې د اسرائيلو پوځ د څلورو کسانو مړينه تائید کړې وه او ويلي يې وو چې د دريو ټپيانو حالت نازک دی، د ۱۸ تنو حالت متوسط دی.

د حزب الله په وینا په دغه بريد کې يې د اسرائیلي ځواکونو د ګولاني لوا د روزنې کمپ چې د تل ابيب او حيفا تر منځ دی په نښه کړی دی.

همدا ډول حزب الله ويلي دا حمله يې د پنجشنبې په ورځ په بیروت کې د اسرائیلو د برید په غچ کې کړې ده.

يادې ډلې ويلي، وسله والو يې پر څو سیمو د راکټونو بريدونه وکړل تر څو هوايي دفاع بوخته وساتي او په ورته وخت يې ډرون هم وکارول.

که څه هم د دې بريد په اړه لا ډېر جزيات نه دي په ډاګه شوي خو داسې ښکاري چې برید داسې مهال شوی چې عسکر په خوړنځای کې وو. په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو عکسونو کې خالي خوړنځای چې په چت کې يې لوی سوری شوی ليدل کېږي.