ایران ته پر لار د کارګر مهاجر بادغیسي ځوان غمجنه وروستۍ کیسه؛ ''مورې، دعا کوه؛ زه مرم... دا وروستی دیدن دی''

دو تصویر از حیات‌الله: یکی هنگام ثبت پیامش پیش از مرگ و دیگری عکس یادگاری
    • Author, حسیب عمار
    • دنده, افغانستان ته د بي بي سي لخوا استول شوی خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

''مورجانې، دعا کوه، زه مرم. ټول دعاوې وکړئ.''

کله چې د بادغیس یو تږی او ستړی ځوان د نیمروز په سوځنده شګلنو دښتو کې د خپل ژوند په وروستیو او ترخو شېبو کې خپلې مور ته دا زړه بوږنوونکې خبرې وکړې، ښايي فکر یې نه کاوه چې زرګونه افغانان به یې انځور وویني او پیغام به یې د ډېرو خلکو زړونه مات کړي.

د بادغیس د بوم درې د ۳۳ کلن اوسېدونکي حیات الله کیسه، چې د افغانستان له لېرې پرتو او محرومو ولایتونو یو دی، د زرګونو افغان ځوانانو د ژوند انځور وړاندې کوي. هغه ځوانان چې د بېوزلۍ او ناهیلۍ له امله په خطرناکو لارو د کډوالۍ سفر ته مخه کوي، چې وکولای شي د خپل ژوند اړتیاوې پوره او خپل راتلونکی ښه کړي.

په داسې حال کې چې د مارګو دښتې سوځنده باد د هغه د سر زړوکی رپاوه، مخ او سترګې یې ورځورول، هغه په خپل موبایل له ځانه ویډیو ثبتوله، چې خپل پیغام خوندي کړي.

کله چې د حیات الله او د هغه د ملګرو مړي وموندل شول، د هغه موبایل یې د هغه په جېب کې وموند او کورنۍ ته یې وسپاره. همدا ویډیو چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس پر لاس کېږي او بي بي سي یې اصلي نسخه ترلاسه کړې ده، ده په هماغه موبایل ثبت کړې وه.

حیات الله په خپل کور کې پر بستر پروت دی په داسې حال کې چې د هغه یو کوچني ماشوم ځان پرې اچولی دی.

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح، حیات‌الله واده کړی و او د څلورو کوچنی ماشومانو پلار و، دوې لوڼې او دوه یې زامن درلودل، چې تر ټولو کشره یې د یوولسو میاشتو لور ده.

مور داسې څوک وه، چې حیات‌الله ته د ژوند په وروستیو شېبو کې تر ټولو مخکې ورپه یاد وه. هغه خپل پیغام د دعا په هیله او له خپلې مور او نورو خپلوانو د بخښنې په غوښتلو پیلوي. وروسته وصیت کوي چې د 'هیبتي' (د هغه پنځه کلن زوی هیبت‌الله) او نورو ماشومانو ساتنه وکړي:

''په ما کې نور د ژوندي پاتې کېدو توان نه دی پاتې. که زما کومه نښه یا یادګار هغوی ته ورسېږي، ټول مې وبخښئ. تاسې ټول مې په یاد یاست.''

حیات‌الله واده کړی و او د څلورو کوچنی ماشومانو پلار و، دوې لوڼې او دوه یې زامن درلودل، چې تر ټولو کشره یې د یوولسو میاشتو لور ده.

بهاءالدین، چې د هغه د تره زوی دی، وایي چې د حیات‌الله دا پیغام یې لا تر اوسه د هغه مور ته نه دی رسولی، هغه مور چې د خپل زوی د تلپاتې بېلتون غم یې په زړه کې پاتې دی:

''هغه کمزورې ده او د دې ویډیو د لیدلو توان نه لري. موږ دا ویډیو د هغه مېرمنې او ماشومانو ته هم نه ده ښودلې، ځکه هغوی هم د دې د لیدلو توان نه لري.''

حیات‌الله او ۱۸ نور ځوانان د بېوزلۍ، بې رزوګارۍ او پورونو وروستي قربانیان دي چې قاچاقي لار یې ایران ته د تګ لاره خپله کړې وه، خو د نیمروز په دښتو کې پاتې او پښو ولوېدل.

د هغه د تره زوی وایي، حیات‌الله پوروړی و او هغه په خپل پیغام کې ویلي دي:

''ورور مې دې زما پورونه ادا کړي، او که یې ونه شوای کولای، نو ما دې وبخښي.''

د دغو ځوانانو له ډلې د ۱۴ کسانو مړي له شاوخوا ۳۰ ورځو لټون وروسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په پای کې وموندل شول، په داسې حال کې چې د نورو پنځو کسانو مړي، چې ټول د بلخ ولایت اوسېدونکي وو، دوې اوونۍ مخکې موندل شوي وو. په دوی کې تر ټولو کم عمره کس ۱۶ کلن و.

په مارګو کې افغان کډوال ځوانان څنګه د مرګ په لومه کې ونښتل؟

بهاءالدین وایي، کله چې دغه ځوانان له نیمروز څخه د قاچاق په لاره روان شول، د سپرلۍ موټر یې په دښته کې خراب شو. چلوونکي او له هغه سره بل ملګري هغوی پرېښودل او ورته یې ویلي: ''ځو چې تاسو ته اوبه راوړو.''

خو د هغه په وینا، د دوی موټر د لارې په منځ کې یو ځل بیا خراب شوی، او کله چې بېرته راستانه شوي، ځوانان هلته نه وو.

''هغوی په نورو لارو سر شوي او لار یې ورکه کړې وه.''

د حیات‌الله د تره زوی وایي چې په بله ورځ چلوونکي بل موټر پیدا کړی، د دغې ډلې ژوندي پاتې شوي کسان یې وموندل او نیمروز ته یې ولېږدول. ژغورل شویو کسانو د طالبانو د حکومت چارواکو ته خبر ورکړ او وروسته یې د قربانیانو کورنیو ته هم معلومات ورسول.

ښکاري چې د بهاءالدین روایت د ژوندي پاتې شویو کسانو د څرګندونو پر بنسټ ولاړ دی، خو زه تر اوسه نه یم توانېدلی چې هغوی ته لاسرسی ومومم او مخامخ خبرې ورسره وکړم.

لا هم روښانه نه ده چې دا غمجنه پېښه په څه ډول رامنځته شوه، او ګڼې پوښتنې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي.

د سیمې ځینې اوسېدونکي وایي چې د قاچاقبرو بې پروایي او سخت زړیتوب لامل شول چې دغه ځوانان په دغو سوځنده دښتو کې د مرګ خولې ته ولوېږي.

یو خبریال چې په نیمروز کې د انسانانو د قاچاق لارې څاري، وایي چې ډېر کم داسې شوي چې قاچاقبران خپل مشتریان د نیمروز په دښتو کې یوازې پرېږدي.

دغه خبریال، چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې قاچاقبران معمولا د موټر د خرابېدو په شان حالتونو کې خپل مسافر یوازې او بې لارښوده نه پرېږدي.

داسې ښکاري چې کله د دغو ځوانانو قاچاقبر ورک شوی، هغوی خپله هڅه کړې، چې کومې خوندي سیمې ته ځان ورسوي او په همدې موخه په دښته کې سره وېشل شوي. خو یو ډېر دردناک برخلیک ورته په انتظار و.

دوی د سوځنده تودوخې او سختې تندې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

''سر مې هسک کړئ، زه له دې دنیا روان یم''

په داسې حال کې چې حیات‌الله خپل وروستی پیغام ثبتاوه، څنګ ته یې د یوه ملګري غږ هم اورېدل کېږي. هغه په کمزوري او مات غږ وایي:

''حیات ... زما مور ته ووایه چې ما وبخښي.''

وروسته حیات‌الله وایي:

''زما سر پورته کړئ، زه له دې نړۍ ځم.''

ملګری یې بیا غږ کوي:

''حیات‌الله ... زما مور ته ووایه چې ما وبخښي.''

بل کس، میرآدم، وایي:

''ټولو خپلوانو او دوستانو ته سلامونه وایم. زه مړ کېږم. ملګرو ته ووایاست چې ما وبخښي. دا وروستۍ لیدنه ده.''

د خپلو ملګرو او هغو ګڼو افغان ځوانانو برعکس چې په دغو شګلنو دښتو کې بې له دې چې د خدای پامانۍ فرصت ومومي خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، حیات‌الله دومره توان او فرصت وموند چې له مړینې مخکې خپل وصیت ثبت کړي او له خپلې مور او عزیزانو د بخښنې غوښتنه وکړي.

د دې غمجنې ویډیو له خپرېدو وروسته، ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ویډیو تر پایه د لیدلو زغم یې نه درلود. ځینو هغو کسانو چې ویډیو یې لیدلې، لیکلي چې اصلًا باید موږ له دغو ځوانانو بخښنه وغواړو، ځکه هغوی مو یوازې پرېښودل، چې له داسې غمجن برخلیک سره مخامخ شي.

له لسیزو راهیسې افغان ځوانان، او ان بشپړې کورنۍ، د بېوزلۍ، بې روزګارۍ او ناهیلۍ له امله د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شوي او د خوندي ژوند موندلو لپاره یې خطرناکې لارې غوره کړې دي.

ډېرو خلکو دا پوښتنه راپورته کړې ده:

تر کومه به د دې خاورې خلک د فقر، بېوزلۍ او بې وسۍ په دې نه ختمېدونکي کړۍ کې راګیر وي او قرباني کېږي به؟