د طالبانو حکومت وايي د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر خپله وېبپاڼه ویلي، له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ راز "معامله" ورته د منلو نه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري."

په اعلامیه کې له ازبکستانه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له هوکړې ډډه وکړي.

"د ازبکستان له حکومت څخه هیله کېږي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي."

تر دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې ازبکستان او امریکا د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته لېږدول شوې وې.

ځینو رسنیو په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنیک له قوله رپوټ ورکړی و چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.

ښاغلي هېنک ویلي وو چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.

هغه زیاته کړې چې "دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو څښتان یې تل موږ وو."

د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې هم ويلي وو، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې وې.

خو د یادونې ده چې د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر محمد یعقوب مجاهد هم مخکې ویلي وو چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې هغه چورلکې بېرته ورستنې کړي چې د تېر حکومت له سقوط سره هلته ور وړل شوې دي.

هغه ویلي وو، "دا د افغانانو حق دی او د راستنولو هڅې یې روانې دي او موږ به له دې چورلکو تېر نه شو".

مخکې له دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، په دغه هېواد کې ۱۶۴ جنګي الوتکې وې، خو اوس یوازې ۸۱ پاتې دي.

په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوې دي.