'پنچایت': هند کې پر کلیوال ژوند جوړې ډرامې ولې د ریکارډ‌ کچې مینوال موندلي؟

د خپرېدو وخت

د هند په یوه لرې پراته کلي کې د یوه ښاري بابو (ښاري ځوان) پر ژوند جوړ کومېډي ډرامه د ډېرو خلکو د پام وړ ګرځېدلې او د ګڼو مینوالو د موندلو نوي ریکاډونه یې جوړ کړي دي.

یوه تازه ارزونه ښيي چې د پنچایت (کلیوالې جرګې) په نوم د دې ډرامې دویمه لړۍ د ډېرو کتل شویو ډرامو کتار کې راغلې ده.

تر دې دمه د پنچایت دویم څپرکی له دېرشو میلیونو زیاتو کسانو لیدلی او دا شمېر تر ډېرو نورو مشهور ډرامو لوړی دی.

دې ډرامې ته د شهرت درجه بندي کې له لسو ۸ اعشاریه نمرې ورکړ شوې دي.

خو پنچایت کې څه دي چې ميلیونونه هنديان ورسره مینه لري؟

د ډرامې کیسه ډېره ساده ده. مرکزي لوبغاړی ابیشک تریپاټي چې د انجنیري پوهنځي یې لوستی په ښار کې ښه دنده نه شي پیدا کولی، نو د هند شمال کې یوه لېرې پراته کلي ته ځي او هلته په کمه تنخوا دولتي دنده پیلوي.

د ابیشک رول د سینما لوبغاړی جتیندر کمار لوبوي.

ابیشک که څه هم ښه تنخوا نه لري خو د کلي په داسې یوه کور کې اوسېږي چې درې خونې لري.

دا کور په اصل کې د کلي د مشر دفتر دی او دا چې د هغه ځای کارکوونکي زیات لوستي نه دي نو دی یې لویې وړې ستونزې حل کوي او شپه او ورځ یې په همدې ډول تېږیږي.

ابیشک د کلي له دې بې خونده ژوند د خلاصون لپاره د یوې ازموینې چمتووالی نیسي او هر شپه پر لوست رڼوي.

خو د ابیشک زړه ورځ بلې ته کلي کې غوړېږي، ملګري پیدا کوي او د مینې ګل یې زړه کې غوټۍ کوي.

له دې چې په هند کې د کليوالو او ښاري خلکو ترمنځ واټن زیات دی، پنچایت خپلو لیدونکو ته د کلیوالي ژوند یوه بیلګه وړاندې کوي.

دا ډرامه د هغه ځوان د ژوند څنډې را برسېره کوي چې د کلیوالي ژوند په اړه ډېر لږ مالومات لري.

د یوه دولتي مامور او د هغه د بې باکه ملګرو دا کیسه په طنز او مهربانۍ کې نغښتې ده او په دې یې د لیدونکو زړونه ګټلي دي.

لیکوالان او فلمي مبصرین وايي چې دا ډرامه واقعیت ته ډېره نژدې ده، هر څوک په کې خپله بېلګه موندلی شي، د هر څه انډول په کې ساتلی شوی، نه کلی بدنامه ښودل شوی او نه هم مینه او رومانس.

د دې پنچایت یا کلیوالې جرګې مشره یوه ښځه وي خو ټول واک یې د خاوند په لاس کې وي او د جرګې غړي د کلي بډایه کسان وي.

دا بډایه کلیوال بیا ان د ساده توکو د اخیستو لپاره هم پیسې نه لري.

د ډرامې لیکونکی وايي، غوښتل مې داسې یوه ننداره جوړه کړم چې له حقیقته لرې نه وي او د کلیوالي ژوند رښتینې بڼه وښيي.

د ډرمې سکریپ لیکونکی چندن کمار د ابیشک په اړه وايي: "هغه له یوه بدلون تېرېږي، دا د هغه لومړنۍ دنده وي - ما غوښتل وښیم چې هغه څنګه له ستونزو سره مخامخېږي او څه ورنه زده کوي."

د ډرامې مینه وال اوس دریم څپرکي په تمه دي او جوړونکي یې که څه هم د خپرېدو کره نېټه نه ښيي خو ژمنه کوي چې دا ډرامه به څو نورو څپرکو ته هم وغځوي.