ملګري ملتونه: افغانستان کې دې نجونو او هلکانو ته د باکیفیته زدکړو مساوي فرصت برابر شي

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې باید ښځو او نرانو ته د باکیفیته زدکړو مساویانه فرصت برابر شي.

دوی زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدکړو غیرقانوني بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکې منفي اغېزې پرېباسي.

د کاروپوهانو په راپور کې همدارنګه ویل شوي، د افغانستان پر نیمايي وګړو د زدکړو دروازې تړل د ښځو او نجونو د انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي او دا چې ګوندې طالبان خپل دغه کار لپاره هېڅ ډول دیني او کلتوري توجیه نه لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیلېدو سره باید په ټول هېواد کې نجونو او ښځو ته د زدکړو فرصت برابر شي.

دوی زیاته کړې داسې ښکاري چې په افغانستان کې نجونې پرله پسې دویم کال له شپږم ټولګي پورته زدکړو څخه منع شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو له دغه بندیز سره افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي.

د افغانستان سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال معمولآ د وري یا کب پر ۳ مه پیلیږي، خو داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

طالبان که څه هم ټینګار کوي چې د نجونو پر زدکړو بندیز لنډمهالی دی او دا چې ګوندې دوی د یوه "ترتیب" پر جوړولو بوخت دي.

خو نږدې ۵۵۰ ورځې کېږي چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره کوم پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو او همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کنواسینونه لاسلیک کړي او ژمنه یې کړې چې له تبعیض پرته د جنسیت پر بنسټ د زدکړو حق رعایت کړي.

د دغو کاروپوهانو په اعلامیه کې همداراز راغلي، طالبانو له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۱ کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د نجونو پر زدکړو بندیز لنډمهالی بللی و، نو له همدې داسې ښکاري چې دوی نجونو ته د زدکړو حق ور کولو اراده نه لري.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د طالبانو د دغه اقدام منفي پایلې پراخې دي چې له امله یې په کم عمرۍ کې د نجونو ودولو او په کوچني عمر کې د کار کولو پېښې ډېرې شوې دي.

دوی همدارنګه ویلي، د هلکانو په منځنیو ښوونځیو کې هم مسلکي ښوونکي په دیني ښوونکو بدل شوي او درسي نصاب یې هم بدلون کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستو په برخه کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي.

د یادونې ده چې افغانستان کې د تېر جمهوريت دوو مخکنیو ولسمشرانو محمد اشرف غني‌ او حامد کرزي هم د نوي لمریز کال اړوند خپلو پیغامونو کې د دې ستونزې یادونه کړې.

ښاغلي غني د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړه بندیز " ناورین" بللی او ښاغلي کرزي هیله ښودلې چې طالبان د نوي لمریز کال له پیل سره سم نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او کار ته د ښځو بېرته ستنېدو ته لارې چارې برابرې کړي.