د اسیا - پاسیفیک ویلچیر باسکېټبال سیالیو کې د افغانستان دریمه بریا

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د ویلچیر باسکېټبال ملي لوبډلې په ټایلینډ کې د اسیا پاسیفیک سیالیو کې خپله درېیمه لوبه هم وګټله.

افغان لوبډله نن (دوشنبه) د فلیپین له لوبډلې سره مخامخ شوه او د ۴۸-۷۸ نمرو په توپیر یې ماته ورکړه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې د سعودي عربستان او نیوزیلنډ لوبډلو ته هم په نسبتآ ستر توپیر ماتې ورکړې دي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د تېرې جمعې پر ورځ له نیوزیلنډه د ۷۷-۳۷ نمرو په توپیر ګټلې او په دویمه سیالۍ کې یې سعودۍ لوبډله ته د ۷۹-۴۴ نمرو په توپیر ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې افغان لوبډله د دغو سیالیو په ګروپي لوبو کې خپله څلورمه سیالۍ د متحدو عربي اماراتو له لوبډلې سره وکړي.

په تایلینډ کې، د یوولسو اسیایي او ارام سمندر هېوادونو د ویلچیر باسکیټبال دا سیالۍ د جنورۍ پر ۱۲ نېټه پیل شوې او ټاکلې د همدې میاشتې تر شلمې دوام وکړي.

په دغو سياليو کې له افغانستانه ١٥ لوبغاړو ګډون کړی دی.

افغانستان په 'ب' ګروپ کې له نیوزیلنډ، فلیپین، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره ځای لري.

په الف ډله کې استرالیا، چین، ایران، جاپان، کوریا او کوربه تایلنډ لوبېږي.

په ب ډله کې تر اوسه افغانستان د ۶ امتیازونو په لرلو سره لومړی ځای لري او په الف ډله کې بیا ایران ۶ امتیازونه لري او د خپل ګروپ په سر کې دی.

وروسته به د دواړو ګروپونو د سر لوبډلې هم له یو بل سره مخ کېږي.

د لوبغاړو ترمنځ هم د افغانستان اسدالله عبدالرحیمزی د ډېرو نمرو په اخیستلو سره د غوره لوبغاړو د نوملړ په سر کې دی.

د اسیا پاسیفیک ویلچیر باسکټبال سیالۍ د نارینه او ښځینه دواړو برخو کې روانې دي، خو له افغانستان څخه یوازې نارینه لوبډلې په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

د ویلچیر باسکټبال روانې سیالۍ د پاریس ۲۰۲۴ کال پارالمپیک لوبو کې د ونډې ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.