ډیلي کې د شانګهای سازمان جوړېدونکې سرمشریزه ولې یو ناڅاپه په انلاین بڼه شوه؟

د خپرېدو وخت

هند وړمه ورځ اعلان وکړ چې په ډیلي کې د جولای پر څلورمه د شانګهای سازمان د مشرانو غونډه به د مخکېني پلان خلاف اوس پر انلاین بڼه ترسره کېږي.

سږ کال د شانګهای سازمان مشري هند کوي او ټاکل شوې وه سرمشريزه یې هم په حضوري ډول په هند کې وشي او د غړو هېوادونو مشرانو پکې ګډون ته تابیا کوله.

په پام کې وه چې د چین ولسمشر شي جن پېنګ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره نوي ډيلي ته لاړ شي.

د هند مرکزي حکومت له تېرو څو میاشتې راهیسې د دې غونډې په چمتوالي بوخت و او د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ډېرو مشرانو ته یي ډیلي ته د ورتګ بلنې هم لیږلې وې خو دا اونۍ یې پرېکړه یو ناڅاپه بدله کړه.

دې ته په کتو هرو مرو دا پوښتنه پيدا کېږي چې له دومره چمتوالي سره سره هندي حکومت ولې د غونډې انلاین تر سره کېدو اعلان وکړ؟

هندي چارواکو د دغه اعلان لپاره جوړې شوې غونډه کې په دې اړه له وضاحته ډډه وکړه چې ولې یې دا سرمشريزه په ډیلي کې جوړه نه کړه؟

د هند د بهرنیو چارو وزارت له دې اعلانه وروسته په هندي او پاکستاني رسنیو کې بېلابېل نظرونه څرګندېږي.

د هند 'د هندو' انګریزۍ ورځپاڼې د دې پرېکړې تر شا د شانګهای سازمان مشرانو ګونګ او بدلېدونکی حالت بللی دی.

ځینو نورو رسنیو د دې کار دلیل له چین او پاکستان سره د هند سړې او خړې پړې اړیکې بللې دي.

پر دې سربېره ځينو د ډيلي په پرګتي هوايي ډګر کې د ودانیزو چارو له کبله د دغه کنفرانس پر ځنډېدو هم تحلیلونه کړي خو د روسیې او چین اړیکو یو څارونکی او د جواهرلال نهرو پوهنتون پروفیسور ډاکټر راجن کمار د هند-چین او پاکستان د اړیکو خړپړوالي دلیل ردوي.

هغه ویلي "دا ډېر پیاوړی دلیل نه ښکاري ځکه حکومت له ډېر وخت راهیسې د دې غونډې تابیا کوله، که یې کولای دا ناسته هر چېرې تنظیمېدلای شوه."

هند ته د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سفر

په دې غونډه کې د روسیي ولسمشر وېلادیمیر پوتین هم ګډون کوي او داسې فکر کېده چې دی به د غونډې لپاره ډیلي ته سفر وکړي خو تېره میاشت په مسکو کې له دوه بریدونو او له اوکرایین سره بدلېدونکي وضعیت د کرېملین ستونزې ډېرې کړې دي.

اوکرایین او روسیه د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په جګړه دي او د تمې خلاف دا جګړه ډېره وغځېده.

ولې یو ناڅاپه پرېکړه بدله شوه؟

'د هندو' انګریزۍ ورځپاڼې لیکلي چې د دې کار یو دلیل ډیلي ته د بلل شویو هېوادونو د مشرانو په ورتګ شک دی چې که ورنه شي د کوربه توب رنګ به پیکه وي.

ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي چې ځينې مشرانو هند ته د خپل ورتګ پخلی نه و کړی او له بلې خوا د اوکرایین جګړې اور تر مسکوه غځېدلی چې له کبله یې د روسيې ولسمشر سفرونه بیخي محدود کړي او هند هم د هغه د نه ورتګ په اړه شکي و.

بل خوا نرېندرا مودي هم ډېر بوخت دی.

هغه همدا روانه میاشت په پنځه ورځني سفر امریکا ته ځي او په جولای کې هم فرانسې ته رسمي سفر لري.

د شانګهای سازمان د ۲۰۲۰م کال سرمشریزه چې مشري یې هغه مهال روسیې کوله، د کورونا وبا له کبله په انلاین بڼه ترسره شوه. په ۲۰۲۱م کال کې دا ناسته په تاجکستان کې پلان وه چې ځينې مشرانو پکې له نږدې ګډون وکړ خو ځينې نور په انلاین بڼه د سرمشریزې ګډونوال وو.

تېر ۲۰۲۲م کال بیا د شانګهای سازمان سرمشریزه د ازبکستان په سمرقند کې وه او د هند لومړي وزیر تر څنګ پکې د ټولو غړو هېوادونو مشرانو ګډون وکړ.

خو له دې ټولو سره داسې مهال چې د اوکراین جګړه په نازک حالت کې ده، د چین او هند تر منځ پر پوله ترینګلتیا پر دې سرمشریزه سیوری غوړولی او هلته پاکستان کې اقتصادي او سیاسي حالت هم کړکېچن دی.

د شانګهای سازمان راتلونکې غونډه مهمه ده او د ستراتېژیکو چارو څېړونکو په باور، د دې غونډې د مشر په توګه طبیعي خبره ده چې هند به یې په خپله ګټه د څرخولو نیت ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني لوړپوړي چارواکي د هند په نیت شک ښودلی دی.

خوتر دې هاخوا، دا چې د شانګهای سازمان سرمشریزې د ناستې بڼه یو ناڅاپي څنګه بدله شوه، لا نور وضاحت به په راتلونکي کې روښانه شي.