تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هغې لیکوالې کیسه چې د خپلې ملګرې مور یې ووژله او بیا یې ناول پرې ولیکه
د لیکوالۍ د پيلولو په اړه د بریتانوۍ لیکوالې اين پيري کیسه جالبه ده. هغې ته داسې یوې پيښې د لیکوالۍ الهام ورکړ چې پنځه کاله پرې زنداني شوه.
این پیري پنځلس کلنه وه چې د خپلې خورلڼې مور یې ووژله.
د دې قتل لپاره په دسیسه جوړولو کې یې ملګرې یاني د مقتولې لور پالین پارکر هم ورسره شریکه وه او دواړو پنځه کاله بند هم تېر کړ. خو پنځه کاله وروسته یې یو نوی مسلک پيل کړ؛ ناول لیکل.
این پيري د "جرم" په نوم پر هغه کیسه ناول ولیکه چې له خپلې ملګرې سره یې په ګډه څنګه د هغې مور ووژله. دا کتاب خورا مشهور شو او هغه یې د شهرت تر پوړیو ورسوله.
په ۱۹۹۴ کې هالي ووډ د هغې پر همدغه ناول د "هېونلي کريېچرز/جنتي موجودات" په نوم فلم جوړ کړ.
خو د وژنې کیسه څنګه تر پولیسو ورسېده، دا هم تر شا جالب داستان لري.
"جرم" ناول لیکل او د قتل پېښه
این پيري په ۱۹۳۸ کې په لندن کې زېږېدلې وه او دا اته کلنه وه چې مور او پلار یې نيوزيلنډ ته کډه شول.
د قتل پېښه په ۱۹۵۴ کې د نیوزيلنډ په کرایس چرچ ښار کې شوې او این پيري زندان هم هماغلته تېر کړی دی.
تر پولیسو د وژنې کیسې د رسېدو پېښه هم د پام وړ ده. په اصل کې د این پيري خورلڼو د خاطرو په کتابچه کې دغه کیسه لیکلې وه چې څنګه هغې له خپلې ملګری پالین پارکر سره په ګډه د هغې مور د خښتې په ګوزار ووژله.
د خاطراتو دا کتابچه وروسته د پولیسو لاس ته ورغله او دا راز افشا شو.
په محکمه کې دواړو نجونو پر خپل جرم اعتراف وکړ او زندان ته ولېږل شوې.
دواړو محکمې ته ویلي وو، دغه ښځه یې ځکه ووژله چې دوی دواړه یې یو ځای نه پرېښودلې خو دوی نه غوښتل چې له یوې بلې جلا شي.
د دوی میندو او پلرونو غوښتل چې دواړه له هېواده بهر ولېږي خو این پيري ټينګار کاوه چې غواړي له پالین پارکر سره په ګډه جنوبي افریقا ته لاړه شي او هلته په ګډه و اوسي. خو د پالین پارکر مور (وژل شوې ښځه) د دې کار مخالفه وه.
د وژنې د پېښې پر مهال دواړه تر اتلس کلنۍ کمې وې نو ځکه محکمې د مرګ سزا ور نه کړه او دواړه د پنځو کلونو لپاره زندان ته ولېږل شوې.
د ادبي ژوند بریاوې او مړینه
کله چې این پيري د خپلې ملګرې مور وژله نو هغه مهال یې نوم جوليټ هولم و. خو د این پيري نوم کارول یې هله پيل کړل چې ادبیاتو او ناول لیکنې ته یې مخه کړه.
د این پيري لومړنی ناول "دي کېټرسټريټ هېنګمېن/ د کېټر کوڅې جلاد" په ۱۹۷۹ کې چاپ او خپور شو. پر هغه ناول شل کاله وروسته یو تلويزوني سیریال جوړ شو.
وروسته یې ګڼ نور ناولونه هم ولیکل او په غونډه نړۍ کې یې تر ۲۵ میلیون ډېر ټوکه خرڅ شول.
اين پيري باندې په تېره دسمبر میاشت کې د زړه حمله راغلې وه او له هماغه راهیسې د ناروغۍ پر بستر پرته وه. تازه د امریکا د لاس اېنجلېس په یوه روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر مړه شوې ده.
د "کي ایجنسي" په نوم یوه خپرندوی شرکت، چې د هغې ځينې کتابونه یې چاپ کړي، ویلي چې هغه یوه مینه ناکه او وفاداره همکاره وه او په لیکنو کې یې په ټولنه کې شته بې انصافۍ ځای کړې دي.