بدخشان ته د حنفي سفر؛ "د کوکنارو د کښت مخنيوي پرېکړه جدي ده"

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزير مرستيال وايي، د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د کاروبار د له منځه وړلو په اړه د دوی پرېکړه ټينګه ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې په يوه کنفرانس کې وويل چې د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د کاروبار له منځه وړل د دوی د حکومت پلان دی او له خلکو يې غوښتل چې په دې برخه کې "صادقانه همکاري وکړي".
نوموړي وويل، اسلامي امارت په ټينګه پرېکړه وکړه چې نور د ټولو مخدره توکو کښت، کرهڼه، سوداګري او استعمال په افغانستان کې منعه دی. هغه که ترياک وي يا شيشه وي يا کيمياوي مواد، دا هغه څه دي چې د اسلامي امارت له خوا د يوې تګلارې په ډول پرې تصميم نيول شوی او هېڅوک دې پرې شک نه لري."
نوموړي دا هم وويل چې په تېرو شلو کلونو کې شاوخوا پنځه ميليونه افغانان په نشه يي توکو روږدي شوي چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي.
په افغانستان کې د ترياکو د لمنځه وړلو په اړه د طالبانو حکومت د دغه لوړ پوړي چارواکي څرګندونې داسې مهال راځي چې څه کم يوه مياشت وړاندې بدخشان ولايت کې يو شمېر کسانو د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو چلند ناوړه وباله او څو ورځې يې لاريون ته ادامه ورکړه.
په دې لاريونونو کې شاوخوا پنځه تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

د عکس سرچینه، UGC
دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کښت، توليد او خرڅلاو بنديز ولګاوه او له هغه وروسته طالب چارواکي د کوکنارو پر کښت او د نشه يي توکو په توليد کې د پام وړ کموالی د خپل حکومت له لاسته راوړنو بولي.
يو شمېر نړيوالو سازمانونو او بهرنيو هېوادونو د کوکنارو د کښت او د ترياکو په توليد کې د کمښت له امله خوښي څرګنده کړې خو ايراني رسنۍ خبرداری ورکړی چې د ايران د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پوليسو مشر د برېکس د غړو هېوادونو د مخدره موادو ضد کاري ډلې په غونډه کې ويلي چې په ايران کې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې او د ۲۰۲۴ کال په لومړي څلورو مياشتو کې له ۶۲۲ ټنو د زياتو نشه توکو کشف په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د ترياکو د کښت او توليد د مخنيوي او کموالي په اړه له شته راپورونو سره سره بيا هم له دې هېواده په قاچاق کې د پام وړ کموالی نه تر سترګو کېږي.
د ده په وينا دا د ايران او افغانستان د ګاونډيو او د برېکس غړو هېواونو لپاره د اندېښنې لوی لامل دی.
هغه په افغانستان کې د ميتامفتامين په ګډون د صنعتي مخدره موادو د توليد او قاچاق زياتوالي ته په اشارې ويلي چې د دغو مخدره موادو ډېره برخه تېر کال په ايران کې کشف شوې دي.
تراوسه د طالبانو حکومتي چارواکو د ايران د مخدره موادو سره د مبارزې د پوليسو د مشر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.





















