امریکا وايي اروپا کې د داعش بریدونو طراح یې سوریه کې وژلی دی

داعش

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا عکس په ۲۰۱۴ کال سوریه کې اخیستل شوی
د خپرېدو وخت

د امریکا متحد ایالتونه وایي سوریه کې یې په یوه هوایي‌ برید کړې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو مهم مشر ‏'خالد ایاد احمد الجبوري' وژلی دی.‌

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) یوې اعلامیه کې ویلي، باور دا دی چې الجبوري اروپا کې د بریدونو پلانولو مسوول و.‌

د امریکا پوځ د دغه هوایي برید دقیق ځای نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه له سوریې څخه هم د دغه برید په اړه کوم غبرګون نه دی راغلی.‌

له دې سره د وایټ‌ هېلمټ ‌یا سپین خولیو په نوم د مرستندویانو سازمان ویلي،‌ یو کس دوشنبه د سوریې شمال لوېدیځ کې د بشار الاسد حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې ادلیب ولایت کې د ډرون برید کې وژل شوی دی.‌

وایټ هېلمټ پر خپل ټویټر لیکلي،‌ ناپېژانده ډورن د ادلیب ولایت د کیلي ښار څنډو کې پر دغه سړي د توغندي برید وکړ.‌

دغه سازمان کاږي "زموږ ټیمونه د برید ځای ته ورغلل او ټپي شخص یې باب الهوا روغتون ته ولېږداوه چې هلته ومړ."

سپین خولي

د عکس سرچینه، WHITE HELMETS

د عکس تشریح، سپین خولي وايي یو کس ادلیب کې د ناپېژانده ډرون برید کې وژل شوی

امریکا وايي الجبوري د داعش د مشرتابه جوړښت ته وده ورکړې وه او دا چې وژل کېدل به یې "په لنډمهاله توګه د دغه سازمان د بهرنیو بریدونو د پلانولو وړتیا ټکنۍ کړي."

خو د دی ترڅنګ دا هم ویل شوي چې داعش ډله لا منځني ختیځ او د نړۍ نورو برخو ته یو ګواښ ده.‌

د امریکا پوځ دا جزییات هم نه دي ورکړي چې خالد الجبوري دقیقآ د کوم برید طرحې او سازمانولو کې ښکېل و.‌

د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو تر دې وړاندې هم تېرو میاشتو کې د سوریې شمال کې یو لړ بریدونه کړي دي.‌

په دغو بریدونو کې پر داعش سربېره د حراس الدین ډلې مشران هم په نښه شوي چې ګومان کېږي د القاعده شبکې د سوریې اړونده څانګه ده.‌

داعش څو کاله وړاندې د سوریې له لوېدیزه نیولې د عراق تر ختیځ پورې په پراخه سیمه واکمن و.‌

اوس اټکل دا دی چې دا ډله لا هم دغو هېوادونو کې له پنځو تر اوو زرو پورې ملاتړي لري چې شاوخوا نیم یې جنګیالي دي.

دغه وسله وال تر ډېره کلیوالي سیمو کې مېشت دي چې د ترپ او خرپ جګړه،‌ غلچکي بریدونه او چاودنې کوي.