ایمل ولي؛ افغان کډوال د ناسمې موخې لپاره کارول شوي، اوس یې په "زور ایستل ناسم نشم بللی"

خان

د عکس سرچینه، Aimal Wali Khan

د خپرېدو وخت

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ايالت مشر اېمل ولي خان ويلي، پاکستان ته افغان کډوال د يو خاص مقصد لپاره راوستل شوي او کارول شوې ځکه نو دغه تګلاره له لومړي سره ناسمه وه.

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر د شنبې/ دسمبر په ۹ له يوې پاکستاني رسنۍ جيو نيوز سره مرکه کې دا خبرې کړې دي.

هغه د خپل نیکه "ولي خان" هغه نقل قول هم را اخیستی چې نوموړي هغه وخت له افغانانو غوښتي وو چې له خپل هېواد څخه ولاړ نشي او د چا په لاس د ځان کارولو ته اجازه ور نه کړي، خو چا یې خبرې ته غوږ کې نه ښود.

دی وایي اوس هم دوی په دغه خبره ټينګار کوي چې پاکستان ته د افغان کډوالو راتلل ناسم وو او اوس یې بيرته خپل هيواد ته ستنول سم دي.

د اېمل ولي په وېنا پاکستان په نړۍ کې د يوه ازاد هېواد په توګه پېژندل کېږي او دلته چې څوک هم له بهر ملک نه راځې بايد قانوني اسناد ولري.

نوموړی وایي ټول پښتانه يو قوم او یوه وینه دي چې ګډ دود او دستور هم لري. دوی د لر او بر يو افغان ناره هم مني خو د دې مانا دا نه ده چې ګواکې پاکستان کې د ناقانونه افغانانو اوسيدل سم کار دی.

f

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه پښتون ملت سیاست وال وایي د افغانستان په ګډون د نړۍ يو هېواد کې هم ناقانونه بهرنيان نه مني نو له پاکستان څخه هم د ناقانونه افغانانو د ايستلو تګلاره سمه ده.

نوموړي له دې وړاندې ویلي چې په پاکستان کې لنډ مهاله حکومت دا اختيار نه لري چې له هغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړي.هغه تر دې هم سخته خبره دا کړې وه چې په وینا یې پاکستان کې یوازې پښتانه ځورول کېږي او خپلې ناسمې پرېکړې پرې عملي کوي.

د نوموړي په ټکو که د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرنیانو په ایستلو کې جدي وي نو دا لړۍ باید ان ۱۹۴۷ کال څخه را پيل کړي او له خپلې خاورې دده په ټکو " له کشمیر او هند" څخه راغلي مهاجر هم وباسي.

په ډیورنډ کرښې د وېزې او پاسپورټ جبري کول

f

د عکس سرچینه، Social media

اېمل ولي خان ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ديورنډ کرښه د وېزې جبري کولو پرېکړه سمه خو د پرلت کوونکو ځينې غوښتنې باید ومنل شي.

نوموړی وایي نړۍ کې ډېرې داسې قبيلي شته چې دا ډول بېلې شوې. خو زیاتوي چې په چمن کې د تېرو نږدې پنځوسو ورځو راهېسې د پرلت ګډونوالو ځینې غوښتنې جايز ې دي او حکومت یې بايد د پاکستان د قانون په چوکاټ کې ومني.

وړاندې د پښتنو يو بل ملتپاله ګوند مشر محمود خان اڅکزی وېلي که چمن کې د پرلت خبره نه منل کېږي، نو د وخت په تېریدو به بیا به دا غوښتنې لا ډېرې شي.

هغه ویلي، "که پښتانه نور تنګ کړل شول، بیا به یوازې د پاسپورټ خبره نه وي بلکې د اوبو، کانونو، واک او هر څه حساب به وغواړي."

p

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کي عموما د ټاکنو رانږدې کېدو سره د دغه هيواد سياسي مشرانو لخوا د افغان کډوالو په څېر اړوندو موضوعاتو بحثونه تاوده شي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان له زندان څخه په يوه بيان کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور شړل يو غير بشري او د اسلام ضد عمل بللې چې په وینا یې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

بل خوا همدا تېره ورځ شنبه پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف هم يوې غونډې ته وېنا کې ويلي چې که واک ته ورسید نو افغانستان او هندوستان په ګډون به له ټولو ګاونډي هېوادونو سره اړېکي پياوړي کوي.