تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند کیرالا کې د کښتۍ چپه کېدو لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي
د هند سوېلي کیرالا ایالت د یوې کښتۍ چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي. د دوی په وینا دا دوه پوړیزه کښتۍ د سیند په منځ کې نسکوره شوې چې ډېر خلک پکې ایسار پاتې شوي.
کېدای شي د مړو شمېر ډېر شي، ځکه چې د دوشنبې په ورځ هم د ډوبو شویو کسانو لټون روان دی او کښتۍ له خټینو اوبو رایستل شوې ده.
د مالاپورا ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالنظر رویټرز خبري اژانس ته ویلي د خلکو ګڼه ګوڼه ددغې دوه پوړیزې کښتۍ د اوښتو لامل شوې ده.
د رپوټونو له مخې، یاده کښتۍ د نژدې ۵۰ کسانو لپاره ځایېدو لپاره جوړه شوې، خو د یکشنبې پر شپه د اوښتو پرمهال پکې دوه برابره خلک سپاره وو.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر ټویټر خپله غمشریکي ښودلې او وايي "د خلکو په وژل کېدو دردېدلی دی".
ګڼو سیمه ییزو رسنیو ویلي، ډۍېری مسافر تر کښتۍ لاندې ایسار پاتې دي او تپه تیاره د ژغورنې د هڅو خنډ ګرځېدلې ده.
په قربانیانو کې هغه ښځې او ماشومان هم دي چې د ښوونځي رخصتیو کې کښتۍ کې سپاره وو.
د کیرالا ایالت د کب نیونې د چارو وزیر وي عبدالرحیمان ویلي، روغتون ته له وړل شویو ټپیانو د لږ تر لږه څلورو هغو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د سیمه ییزو رسنیو په وینا، ډېری کښتۍ سپرو مسافرو د ژغورنې واسکټونه نه وو اغوستي.
لا تر اوسه په دقیقه توګه د تری تم شویو مسافرو شمېر نه دی په ډاګه شوی.
چارواکي د پېښې د لامل ارزونې په حال کې دي.