پوتین ویلي روسیه له اوکرایین سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو ده

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل راهیسې د اوکرایین او روسیې ترمنځ مستقیمې خبرې اترې نه دي شوې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې له لومړیو پړاوونو راهیسې په لومړي ځل د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره دوه اړخیزو خبرو ته د چمتووالي یادونه کړې ده.‌

پوتین د دوشنبې پر ورځ د روسیې له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې روسیې "تل د سولې هر ډول نوښت ته په مثبت نظر کتلي. موږ هیله لرو چې د کیېف د رژیم استازي به هم ورته احساس ولري".

د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، دا څرګندونې له اوکرایین سره پر ملکي اهدانو د بریدونو نه کولو په تړاو مستقیمو خبرو اترو کې ښکیلتیا ته لیوالتیا په ګوته کوي.

ښاغلي‌ پېسکوف اېنټرفاکس خبري اژانس ته ویلي: "کله چې ولسمشر وویل ممکنه ده چې پر ملکي اهدافو د نه برید په اړه بحث وشي - د دوه اړخېز [بحث] په ګډون - ولسمشر له اوکرایني لوري سره مذاکرات او بحثونه په پام کې نیولي دي."

له دې سره د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د پوتین دغو څرګندونو ته له ځواب ویلو پرته ویلي، چې اوکرایین "داسې هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی" چې د ملکي وګړو خوندیتوب ډاډمنوي.

هغه په خپله شپنۍ ویډیويي‌ وینا کې وویل‌ اوکرایین په دې تړاو له "مسکو څخه روښانه ځواب" ته اړتیا لري چې ایا پر ملکي زیربناوو به د بریدونو پر بندولو هوکړه وکړي؟

د دواړو خواوو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې چې روسیې پر اوکرایین پراخ یرغل پیل کړ، مستقیمې خبرې اترې نه دي شوې.

د دوه اړخیزو مذاکراتو په تړاو له دغو څرګندونو سره هممهاله د شپې له مخې د جګړه په دوام په اوډیسا بندري ښار کې د ډرون د بریدونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایسټر لپاره د اعلان شوي لنډمهاله اوربند وروسته جګړه بیا پیل شوې

ځایي چارواکو ویلي، په برید کې درې کسان ټپیان شوي، اورونه لګېدلي او استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

ټاکل شوې اوکرایین روانه اونۍ په لندن کې له امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو کې برخه واخلي. د دغو هېوادونو چارواکو تېره اونۍ پاریس کې د جګړې پای ته رسولو پر لارو چارو بحث وکړ.

پوتین د مستقیمو خبرو اترو دا وړاندیز تر هغې وروسته کړی چې دواړو خواوو پر یو بل باندې د شنبې پر ورځ د روسیې د ولسمشر لخوا د ایسټر په مناسبت له اعلان شوي ۳۰ ساعته اوربند څخه د سرغړونو تور ولګاوه.‌

د دغه لنډمهاله اوربند موده اوس پای ته رسېدلې ده.

زېلېنسکي ویلي روسیې ځواکونو د یکشنبې له پیل راهیسې نږدې ۳۰۰۰ ځله له اوربند سر غړولی دی. خو روسیې بیا پر اوکرایین د سلګونو ډرونونو او توغندیو د توغولو تور لګولی. بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی.

د یادونې ده چې دواړه خواوې د سولې مذاکراتو ته چمتو کېدو لپاره د امریکا له زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دي.‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د سولې په خبرو کې پرمختګ ونه شي نو دوی به نور په مذاکراتو کې له ګډون لاس واخلي.