نور الدين عزيزي: افغانستان غواړي له قزاقستان سره سوداګري دری میلیارده ډالرو ته لوړه کړي

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي‌بي‌سي، الماتا
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، په پلازمېنه الماتا کې د قزاقستان له چارواکو سره د افغاني د توکو د صادراتو، ترانزیټ، ټرانسپورټ، کانونو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر يوه لار نقشه کار کوي.

ښاغلی عزیزي وايي، هېواد یې غواړي له قزاقستان سره د سوداګرۍ کچه دری میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته د مېرمنو په ګډون ۲۵۰ تنه افغان سوداګر او صنعت کاران تللي چې له تېرو دريو ورځو راهيسې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي. په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت یوه اقتصادي پلاوی له قزاقستانی چارواکو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر یوې لارنقشې خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بي بي سي ته وویل، افغانستان اړتیا لري چې د خپلو توکو د صادراتو پر وړاندی د ټرانزیټی ستونزو د حل لپاره په ځانګړې توګه د قزاقستان له لارې کار وکړي

نوموړي وويل، "د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال په شتون کې د افغان او قزاقستاني چارواکو تر منځ غونډه ډېره بريالۍ وه. څه موده وړاندې قزاقستان موږ ته د لارنقشه رالېږلې وه چې د افغانستان اړوندو وزارتونو پرې کار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لارنقشه بشپړه شوه. "

دی وایی که څه هم په دی هکله یو څه ستونزی شته خو هیله من دی چې حل به شی.

ښاغلي عزيزي وويل، "موږ بايد د صادراتو او ترانزيټ په برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړو او د قزاقستان له لارې چې ډېرې ښې او بريالۍ د اورګاډي پټلۍ لري، خپل مالونه چين، روسيې، بلاروس او اروپا ته ولېږدو."

اوس مهال د افغانستان او قزاقستان تر منځ هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر سوداګري کېږي، چې ډېره برخه یې له قزاقستان څخه افغانستان ته د اوړو، غنمو، غوړي، برېښنايي وسایلو، کرنیزو او ساختماني ماشینونه واردات دی.

په داسې حال کې چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو ښه مصرفي بازار دی، قزاقستان نړۍ ته د افغانستان د تازه او وچو میوو، زعفرانو او نورو محصولاتو د بازارموندنې او صادراتو لپاره د یوې ښې لارې په توګه پېژندل کېږي

د طالبانو حکومت تمه لری قزاقستان د افغانستان د اوسپنې، مسو، سرو زرو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړی او د افغانستان د پنبې او میوو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابر کړی.

افغان چارواکی الماتا کی د قزاقستان سره د ترانزیتي لارو او لګښتونو، بانکي اړیکو، اود ویزې اسانتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

د قزاقستان چارواکو هم ویلي چې دوی غواړي د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې په جوړولو سره له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي، د قزاقستان ولسمشر د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو لپاره یې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلي دي.