د خيبرپښتونخوا په سوات کې د پوليسو له مرکز سره نژدې ځانمرګي برید درنه مرګژوبله اړولې

سوات کې چاودنه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي، د پولیسو یوې ادارې مخې ته په ځانمرکي برید کې تر دې دمه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۱۵ زيات ټپیان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې هلته پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

بي بي سي ته ځینو ازادو خبریالانو ویلي چې دا پېښه د سوات د کبل په سیمه کې د پولیسو مرکز "تاڼې" د اصلي دروازې مخې ته شوې او په خبره یې په دې ځانمرګي برید کې د پولیسو ځواکونو ترڅنګ یو شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، پولیسو ډېره هڅه وکړه چې یادې ادارې ته د ځانمرګي بریدګر د ننوتلو مخه ونیسي او په خبره یې بریدګر بیا اړ شو چې د ادارې مخې ته پر ځان تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

په پاکستان کې اړوندو مسوولینو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه نور جزییات نه دي‌ ورکړي.

د ملاکنډ د سیمې د پولیسو یو مشر (ار پي او) سید فدا حسن شاه ویلي، د پوليسو په دې مرکز کې نور دولتي دفترونه هم شته دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې په سوات کې خلکو د ترهګریزو پېښو د زیاتېدو پر ضد د "امن لاریون" کاوه.

له دې پېښې مخکې د (جولای ۳۰مه) د خيبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید او له هغه وروسته عملیاتو کې د پولیسو یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون لږ ترلږه لس پولیس وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي وو.

د ځايي پولیسو په وینا، د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ښار پولیسو افسر (ډي اېس پي) دیار خان له نهو نورو پولیسو سره یو ځای ووژل شو.

وروسته د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب وویل، د برید او عملیاتو پایله کې د ډي اېس پي په ګډون ټولټال لس پولیس وژل شوي دي او د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپريدي د هنګو د خزینې بانډې سیمې پر پولیس پوستې د وسله والو برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پولیسو له عمومي مشر (ای جي) څخه راپور غوښتی دی.

اعلی وزیر وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده.

هغه دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټپي شویو پولیسو ته روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړي.

محمد سهیل اپريدی وايي، ''د وسله والو پر ضد جګړه کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو قربانۍ نه هېرېدونکې دي.''