تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'اوسپنیزو سږو' سړی د ۷۸ کالو په عمر مړ شو
- Author, ایډو ووک او کاټ سنایډن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پولیو یا ګوزڼ له حملې ژوندی پاتې شوی سړی چې د ''اوسپنیزو سږو لرونکي'' په نامه مشهور و، د ۷۸ کالو په عمر مړ شو.
پاول الکساندر شپږ کلن و، چې په ۱۹۵۲ کال کې ګوزڼ وواهه او له غاړې لاندې تن یې کار پرېښود.
د همدې ناروغۍ له کبله د ده لپاره ازادانه ساه اخیستل شونې نه وه، ډاکترانو په یوه اوسپنیز سلنډر کې ځای پر ځای کړ، چې نژدې ټول عمر یې پکې تېر کړ.
نوموړي په همدې حالت کې د قانون زدکړې وکړې، عملاً یې د قوانینو برخه کې کار وکړ او خپل یاداشتونه یې ولیکل.
پر یوه بسپنه ټولونکې وېبپاڼه د ده د مړینې په هکله لیکل شوي: ''پاول الکساندر، هغه څوک چې د اوسپنیزو سږو سړي په نامه مشهور و، پرون مړ شوی. پاول د فاکولتې زدکړې وکړې، مدافع وکیل شو او کتاب یې خپور شو. پاول یو افسانوي، مثالي شخصیت و.''
ورور یې فلیپ الکساندر له بي بي سي سره خبرو کې دی یو داسې شخصیت بللی، چې تل به یې موسکا پر شونډو وه او په ورین تندي به یې د هر چا هرکلی کاوه.
دی وايي: ''ما ته د یوه عام ورور په څېر و، هغسې چې وروڼه وي، شخړې مو هم سره کولې، لوبې مو هم کولې، له یوه بل سره مو مینه هم کوله، مېلمستیاوو ته تلو او کنسرتونو ته هم یو ځای تلو.''
فلیپ وايي، ورور یې ځکه ډېر عالي شخصیت درلود، چې له یوې سختې ناروغۍ سره یې ټول عمر مبارزه وکړه، یوه داسې سخته ناروغي چې له کبله یې ان هغه نه شو کولای په خپله خواړه هم وخوري.
فلیپ وايي، په دا وروستیو کې د پاول وضعیت ورځ تر بلې ضعیف کېده او دواړو وروڼو د پاول د ژوند وروستۍ ورځې یو ځای تېرې کړې.
فلیپ بي بي سي ته وویل: ''زما لپاره د ویاړ خبره ده، چې په وروستیو ورځو کې ورسره وم.''
'اوسپنیز سږي'
په ۱۹۵۲ کال کې چې هغه ناروغ شو، د پلارني ټاټوبي ډالاس سیمې ډاکترانو یې درملنه وکړه، خو د ګوزن مانا دا وه، چې ده نه شو کولای په خپله ساه واخلي.
دوی دې ستونزې ته حل داسې راپیدا کړ، چې د ده تن یې په یوه اوسپنیز سلنډر کې ځای پر ځای کړ، چې د اوسپنیزو سږو نوم یې ورکړ او تر غاړې پورې پکې پټ و.
د همدې سږو پر بنسټ چې ده به خپل ''پخوانی اوسپنیز آس'' باله پاول کولای شوای ساه واخلي.
د همدې سلنډر پر مټ به د ده سږي پړسېدل او ساه به یې راکاږله او همداسې به یې په برعکس توګه کېکاږل چې ساه بهر ته وباسي.
تر کلونو وروسته پاول وکولای شول د سلنډر له مرستې پرته پخپله ساه واخلي او د لنډې مودې لپاره به یې له سلنډر پرته ساه اخیسته.
د داسې نورو ناروغانو په څېر د پاول په هکله هم ډاکترانو فکر نه کاوه، چې تر اوږدې مودې به ژوندی پاتې شي، خو دی تر لسیزو پورې نه یوازې ژوندی پاتې شو، بلکې په همدې ۱۹۵۰مو کلونو کې د ګوزڼ واکسین ایجاد هم ولید، چې بیا یې وروسته له لوېدیځه د پولیو یا ګوزڼ ناروغي ختمه کړه.
پاول د لیسې له زدکړو وروسته په سویلي میتهودیسټ پوهنتون کې لوړې زدکړې وکړې. په ۱۹۸۴ کال کې یې له ټکساس پوهنتونه د حقوقو او قانون په برخه کې سند ترلاسه کړ، او د مدافع وکیل په توګه یې تر لسیزو پورې فعالیت وکړ.