د پاکستان لوی درستیز: ترهګریزو پېښو کې د افغانانو ښکېلتیا ثبات لپاره خطر دی

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان یو پوځي چارواکی وايي چې د دوی په هېواد کې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو لاس دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر پرون په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

ده په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنو ته په اشاره ویلي، دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکي او سیاستوال په خیبر پښتونخوا کې تر بمي بریدونو راوروسته افغانستان ته د پړې ګوته نیسي.

د پاکستان د پوځ مشر دوشنبه په پېښور کې یوې غونډې ته چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو قربانیانو ته یې په کې درناوی وکړ، افغانستان په دې تورن کړ چې هم یې د دوی مخالفې ډلې خوندي ساتلي او هم په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

هغه تور چې د جمهوریت په موده کې د افغان حکومت له خوا پر پاکستان لګېده.

د جنرال سید عاصم منیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه د ده له قوله وايي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته او په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات او سولې لپاره یو خنډ دی.

ده په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په اشاره ویلي، دا د چارسمبالي افغان حکومت له خوا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

څه موده وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.

جنرال منیر له ترهګرۍ سره د خپل هېواد مبارزه بریالۍ ارزولې او وایي په سیمه کې یې د ټولنیز- اقتصادي پرمختګ لپاره ثبات او سوکالي رامنځته کړې ده.

پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته شکایت کوي او وايي د تحریک پاکستان طالبان غړیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې. څه چې افغان طالبانو تل رد کړي.

د پاکستاني پوځ د اعلامیي په خبره د غونډې ګډونوالو قومي مشرانو ډاډ ورکړی چې د پاکستاني طالبانو فکربڼه دوی ته د منلو وړ نه ده او له حکومته سره ولاړ دي.

جنرال منیر زیاته کړې چې پاکستان په افغانستان کې د هغو ډلو د پټنځایونو په اړه اندېښمن دی چې بندیز پرې لګول شوی.

د هغه په وینا پاکستان به د ترهګرو ډلو د له مینځه وړولو او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره له هېڅ ډول ګام پورته کولو نه په شا نه شي.

بي بي سي تر اوسه د پاکستاني پوځ د مشر څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ترلاسه کړی خو په تېر کې یې د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړي او په بیا بیا یې ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد وکاروي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د دفاع چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوه وینا کې وویل چې که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ یې جهاد نه ګڼل کېږي.

څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غونډې تر خونړي برید وروسته چې لږترلږه ۴۵ کسان په کې ووژل شول، د دغې مذهبې ډلې د مشر مولانا فضل الرحمن په ګډون پاکستاني سیاستوالو افغانستان ته اشارې وکړې.

وروسته بیا د اسلامي دولتي نومې ډلې یا داعش مسولیت واخیست چې پر غونډې "ځانمرګی برید" د دوی کار و.