تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا به اوکرایین ته د ایف - ۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکولو ملاتړ وکړي
امریکا متحده ایالتونه وايي، اوکرایین ته به د ایف-۱۶ په ګډون د عصري جنګي الوتکو ورکړې ملاتړ وکړي. متحده ایالات وايي، اوکراییني پیلوټانو ته د دا ډول الوتکو الوځولو روزنې ورکولو پلوي دي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ یوه لوړ پوړی چارواکي وايي، ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې په اړه په جاپان کې د جی-۷ هېوادونو مشرانو ته ویلي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي چې له څو میاشتو راهیسې یې د دې ډول پرمختللیو الوتکو غوښتنه کوله ویلي، ''دې پرېکړې سره به په هوا کې زموږ د ځواکونو قوت لا زیات شي.''
د امریکا له لوري تائید دا مانا لري، چې نور هېوادونه کولای شي اوکرایین ته خپل ایف شپاړس ډوله الوتکې صادرې کړي.
د دې لامل دا دی، چې امریکا قانوني حق لري، چې د خپلو متحدینو له لوري پېرل شویو دا ډول الاتو بیا صادرول تائید کړي.
امریکايي چارواکي په دې هکله وویل: ''امریکا به له متحدینو سره په شریکه د هغو ګډو هڅو ملاتړ وکړي، چې د اوکرایین هوايي ځواک پیلوټان د ایف شپاړس په ګډون د فورت جنرېشن (عصري) جنګي الوتکو چلولو روزنه وکړي او دې سره د اوکراییني هوايي ځواک وړتیا زیاته شي.''
د یادونې ده، چې اوکرایین پرلپسې د روسیې په مقابل کې د جګړې لپاره د خپل هوايي ځواک غښتلتیا لپاره د عصري جنګي الوتکو موندلو لپاره هڅې کوي.
ولسمشر زېلینسکي د امریکا وروستۍ پرېکړه تاریخي بللې او په وینا یې دوی تمه کوي چې د جي سېون غونډه کې به د دې پرېکړې عملي کېدو لپاره خبرې وشي، چې له پلان سره سم ولسمشر زېلینسکي به هم دې غونډه کې راڅرګند شي.
له دې مخکې لږ تر لږه په لنډ مهال کې امریکایان اوکرایین ته د عصري جنګي الوتکو ورکړې په موضوع کې زړه نازړه معلومېدل او د دې پر ځای یې زیات تمرکز پر ځمکني پوځ ملاتړ ورټول و.