تورخم کې د غر ښویدو له کبله د وژل شویو شمېر ۶ تنو ته لوړ شوی

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

ډېورنډ کرښې ته نژدې خیبر سیمه کې د غره ښویدو له کبله څو موټر د خاورو او تېږو لاندې شوي او د سر زیان یې هم اړولی دی.

دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶ ته لوړ شوی.

له سیمې په لومړنیو رپورټونو کې د دوه کسانو د وژل کېدو او ۸ نورو د ټپي‌ کېدو ویل شوي وو.

پاکستان کې د بېړنیو مرستندویانو ډلې ویلي، چې یو شمېر موټرونه لا هم د خاورو او ګټو لاندې دي او د سر زیان د نور لوړېدو اټکل هم کېږي.

د غره ښویدو له کبله په څو سترو لاریو موټرو کې اور هم لګیدلی.

دا پېښه په سیمه ییز وخت تېره شپه شاوخوا دوه بجې شوې.

ویل کېږي دا غر د پرلپسې باران له کبله را ښوېدلی دی.

دا پېښه که څه هم له ډېورنډ کرښې هاخوا خیبر ایجنسۍ اړوند سیمه کې شوې خو سهار وختي د ژغورنې لومړني ماشیني وسایل له جلال اباده ور رسېدلي او د سیمې لسګونه کسان هم پخپلو امکانانو په ژغورنه بوخت شول.

که څه هم وروسته سیمې ته د اړتیا وړ ماشین الاتو او ژغورنې مسلکي ټيمونو د ورسېدو ویل شوې دي خو له دې سره سیمه ییزو چارواکو د نورې مرستې غوښتنه هم کړې ده.

تورخم

د عکس سرچینه، Screen grab

پر دغې لار د شپې لخوا لوی او د سوداګریزو توکو لېږدونکي موټر تګ راتګ کوي چې تر ډېره پکې یو موټر چلونکی او کلېنډر وي.

ځايي خلک له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې اټکل کوي چې شاوخوا شل ګاډي تر تېږو او خاورې لاندې دي.

د پاکستان رسمي سرچینو هم په دې پېښه کې د شاوخوا شلو ګاډو د سوځېدو او لسګونو کسانو زیانمنیدو اټکل کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې هم ګڼ شمېر باروړونکي موټر ښکاري چې له سړکه لاندې کندې ته غورځېدلي او خلک د تېږو او خاور په لرې کولو بوخت دي.

په تورخم دروازه د ګڼې ګوڼې او سختې پلټنې له کبله موټر پر دغه بوخت سړک منتظر پاتې کېږي او د عینې شاهدانو له قوله بیګا شپه هم دې سیمه کې تر ۱۵ کیلومتره موټر درېدلي وو.

ویل کېږي په دې پېښه کې له سر زیان ور ها خوا د میلیونونو ډالرو مالي زیان هم اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ور ها خوا په سوداګریزو توکو ګڼ بار ګاډي د تورخم له لارې منځنۍ اسیا ته هم مالونه لېږدوي.