د لیسې زدکوونکې دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې ده

موریتانیا کې دین ته د سپکاوي په هکله قوانین دا وروستیو کلونو کې سخت کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، موریتانیا کې دین ته د سپکاوي په هکله قوانین دا وروستیو کلونو کې سخت کړل شوي دي.
    • Author, کاترین ارمسټرونګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

مورتیانیا کې چارواکو د لیسې یوه زدکونکې د ازموینې یوې پرچې کې دین ته په سپکاوي تورنه کړې ده. دا ځوانه ښځه تېره اونۍ نیوله شوې او ادعا کېږي چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته یې سپکاوی کړی.

که پرې جرم ثابت شي، دې ښځې ته د اعدام سزا ورکول کېږي او د بښنې درخواست حق هم نه لري. موریتانیا دا وروستیو کې دین ته د سپکاوي ضد قوانین سخت کړي او هغه قانوني مادې یې لېرې کړې، چې که مجرمان پښېماني وښيي له اعدام سزا ځان ژغورلای شي.

خو د یادونې ده، چې په دې هېواد کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې دین ته د سپکاوي په تور څوک نه دي اعدام شوي.

پلازمېنه نواکچوټ کې د څارنوالۍ یوه افسر اې ایف پي خبري اژانس ته د تازه پېښې په هکله ویلي، دا زدکونکې د جولای پر اتلسمه ''پیغمبر ته د سپکاوي او ملنډو'' په تړاو نیول شوې او دغه راز یې پر خواله شبکو ''د سپیڅلي اسلام ارزښتونه له پامه غورځولي.''

دا چې دې ښځې څه لیکلی وو، په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د زدکونکې کورنۍ بیا وروسته په یوه اعلامیه کې چې د القدس العربي ورځپاڼه کې خپره شوې د بښنې غوښتنه کړې او په وینا یې زدکونکې رواني ناروغۍ ځوروله.

القدس العربي بیا وايي، دا ښځه د هراتین قبیلې سره تړاو لري، چې د افریقا سارايي سیمې د غلامانو اولادونو اړوند قبیله ده.

د دې ښځې د نیولو رسمي اعلان له هغه وروسته شوی، چې د هېواد مذهبي چارواکو وویل، هغه څوک باید اعدام شي، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی وکړي او جرم یې ثابت شي.

د موریتانیا اسلامي علماوو شورا تېره اونۍ له هغه وروسته دا فتوا ورکړه، چې ولسمشر اولد غازواني ترې غوښتي وو، چې دین ته د سپکاوي پر موضوع دې خپل دریځ څرګند کړي.

د هغو کسانو په هکله چې دین ته د سپکاوي له جرمه په کمتر جرم تورن شي، د دوه کلن زندان او جرمانې سزا ورکول کېدای شي.