علي امین ګنډاپور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په بنو سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، ''د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر په توګه اعلان کوم چې په دې صوبې کې به د عملیاتو اجازه ور نه کړو.''
نوموړي زیاته کړه، ''قرباني ورکول زموږ په وینه کې شامل دي. زموږ نیکونو دا رازدکړي، د دې هېواد لپاره به وینه ورکړو، خو خپلې پرېکړې به موږ خپله کوو. زموږ پرېکړې به بل څوک نه کوي.''
د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه (ایپکس) له یوې غونډې وروسته ویلي وو، چې د "عزم استحکام" په نامه نوي عملیات به پیل کړي، چې د سیاسي ګوندونو مشرانو او په ځانګړې توګه د پښتنو سیاسي مشرانو او د مخکینیو قبایلي سیمو مخورو ورسره مخالفتونه وکړل.
په بنو کې تېره اوونۍ ځايي اوسېدونکو په دې سیمه کې د ناامنیو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړل، چې په ترڅ کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او ۲۵ نور ټپیان شول.
د ډزو له هغې پېښې ورسته د بنو احتجاجي لاریون په یوه پرلت بدل شو. وروسته د پرلت مشرانو د صوبايي حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړې او هغوی ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
په دې غوښتنو کې له سیمې د "ښو" او "بدو" طالبانو د ټولو مرکزونو ختمولو او د پوځي عملیاتو پر ځای ځايي پولیسو او ترهګرۍ ضد ځواکونو ته د زیات واک ورکولو او فعالیت اجازې ورکولوغوښتنه هم شامله وه.
بل لور د جمعې پر ورځ اعلی وزیر ګنډاپور د بنو خلکو ته په یوه غونډه کې وویل، ''په اپیکس کمېټه کې تفصیلي خبرې وشوې او هلته هماغسې پرېکړه وشوه، چې تاسو غوښتل. له ما سره لیکلي اسناد شته.''
نوموړي وویل، له ۱۶ ټکیو یو دا و، چې پولیس به هغې مدرسې یا ځای ته ورځي، چې (مرکز) بلل کېږي او دا موضوع به حل کوي.
د اعلي وزیر په وینا، ''دا خبره کټ، مټ لیکل شوې ده.''
نوموړي زیاته کړه، ''هغه کسان دې ځان اصلاح کړي، چې د ده په وینا دلته ورانکاري کوي.''
علي امین ګنډاپور وویل، ''هېڅ یوه وسله واله ډله یا کس د هېچا په نامه هم باید په خیبر پښتونخوا کې و نه وینم.''
د فدرالي حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د پاکستان یوه فدرالي وزیر امیر مقام د پاکستان د اطلاعاتو له وزیر عطاالله تارړ سره یوې شریکې غونډې ته وینا کې د اعلي وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونو ته ځواب کې وویل، دا خبرې خو د اپیکس کمېټې په غونډه کې وار له مخې شوې دي، چې په صوبه کې به عملیات نه کېږي، بلکې ''د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کمپاین کېږي، او له همدې کبله ځان ته امتیاز اخیستل ښه چاره نه ده. ''
د امیر مقام په وینا په دې لړ کې مخکې هم تشریح وړاندې شوې، چې داسې ناسم پوهاوی رامنځته کېږي، دا عملیات نه دي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ (جولای ۲۲مه) د پاکستاني پوځ ویاند ویلي وو، د عزم استحکام په نامه عملیات د ترهګرۍ پر ضد کمپاین دی. د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي و
و، دا پوځي عملیات نه دي او د پاکستاني پوځ له مخکینیو پوځي عملیاتو 'ضرب عضب' او 'راه نجات' سره یې پرتله کول سمه چاره نه ده. نوموړي ادعا کړې، چې ځینې کسان په لوی لاس غواړي دا کمپاین ناندریز کړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو د جولای په لومړیو کې په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټيکاو لپاره مهم دي.





















