امنیت شورا له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغانده

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د دې ټولنې په ادارو کې د افغانو ښځو پر کار لګول شوی بندیز په یوه خوله غندلی دی.

امنیت شورا په دې تړاو پرېکړه لیک کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ''تروړونکې'' تګلارې او کړنې سملواره ودروي.

دا پرېکړه لیک د څه باندې نوي هېوادو په همکارۍ متحدو عرب اماراتو او جاپان چمتو کړی و.

په ملګرو ملتو کې د عرب اماراتو سفیرې وویل، چې په دغه پرېکړه لیک سره د نړیوالې ټولنې هغه پیغام لا جوت شو، چې په وینا یې، نړۍ به په افغانستان کې له ټولنې نه د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نه شي

د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو فعالیت مخنیوی ''د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساری'' بولي او'' په افغان ټولنه کې د ښځو پر اړین رول'' ټینګار کوي.

په پرېکړه لیک کې داغه راز راغلي چې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو د دندې درلودلو ممنوعیت ''بشري حقونه او او بشر دوستانه اصول کمزوري کوي.''

د یادونې ده، چې طالبانو د روانې میاشتو په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ځايي دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوه.

پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي، چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

د بښنې نړیوال سازما په ورته مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې پرېکړه لیک هرکلی کړی، خو وايي، د ښځو او نجونو د حقونو لاسته راوړلو لپاره له پرېکړه لیک سره اقدامات هم باید ملګري وي.

له هغه وروسته ملګرو ملتونو له خبرداریو سره سره له طالبانو وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه طالبانو د ملګرو ملتونو دا پرېکړه نه ده منلې او بالاخره د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې سلا شوه، چې د طالبانو دا پرېکړه له رایې اچوونې وروسته د یوه پرېکړه لیک له لارې وغندي.

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تازه پرېکړه لیک په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې طالبانو ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز "داخلي مسله" بللې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، اسلامي امارت نه غواړي د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو پرېکړه یې د افغانستان داخلي مسله ده چې د هېچا لپاره ستونزه نه جوړوي او باید ټول لوري ورته درناوی وکړي.

دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې حال کې تصویبوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې مې میاشتې په لومړیو کې به د قطر دوحه د افغانستان په تړاو د یوې بلې غونډې کوربتوب وکړي.

د رپوټونو له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش به د تړلو دروازو تر شا د افغانستان لپاره د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره په دې وغږیږي چې څنګه له طالبانو سره په ګډه چلن وشي. مخکې داسې رپوټونه وو، چې په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندنې په هکله هم خبرې وشي، چې پراخ غبرګونونه یې وپارول او وروسته ملګرو ملتونو دا موضوع رد کړه.