طالبان له لوحو د انسانانو انځورونه ړنګوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې یو شمېر ځايي خلکو بي بي سي پښتو ته ویلي، له تېرو څو ورځو د شپې له مخې د دوی د سوداګریزو مرکزونو پر لوحو د انسانانو انځورونه پاک کړل شوي دي.

دغه کسان چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، وايي د کندهار امر بالمعروف چارواکو آن د ښوونځیو او هټیو پر لوحو د ماشومانو پر تصویرونو هم "تور رنګ" شیندلی دی.

بي بي سي پښتو ته په ځینو استول شویو انځورونو کې لېدل کېږي چې د ګڼو دوکانونو، سوداګریزو مرکزونو، ښوونیزو بنسټونو او آن د سړکونو پر غاړو لګېدلو نومدړو هم د انسانانو انځورونه ړنګ شوي دي.

د کندهار یو اوسېدونکی وايي "موږ ته یې له مخکې هېڅ خبر نه و راکړی، سهار چې کار ځای ته لاړو، په لوحو باندې د رسم شویو انځورونو مخونه په رنګ تور شوي وو."

دا ړنګ شوي انځورونه تر ډېره په عینو مېنه کې دي چې د ښاري خدمتونو له پلوه د کندهار تر ټولو منظمه سیمه بلل کېږي او شتمن خلک پکې مېشت دي.

دغه ښار ګوټی د تېر جمهوریت پرمهال جوړ شوی او په یو شمېر څلور لارو کې یې د ډولفین په څېر د ځینو ژویو مجسمې هم جوړ شوې وې.

خو د ځايي خلکو په وینا، طالب چارواکو له دغو ځایونو ځینې مجسمې لېرې کړې دي.

د کندهار یو بل اوسېدونکی وايي " سخت یې خفه کړی یم، د وړو ماشومانو انځورونه یې هم تور کړي دي."

د طالبانو امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت هم بي بي سي ته ومنله چې د دوی چارواکو په کندهار کې پر لوحو د "انسانانو انځورونه" په تور رنګ پاک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف وايي "موږ لومړی د خپلو مشرانو تصویرونه له ټولو ځایونو ټول کړل، بیا مو نورو خلکو ته ویلي چې تصویرونه لېري کړي."

ښاغلی عاکف ادعا کوي چې د اسلام له نظره "د انسانانو انځورونه په منکراتو کې راځي" نو د ده په ټکو ځکه یې باید مخه ونېول شي.

نوموړی وايي د کندهار په ځینو ځایونو کې د طالبانو د امر بالمعروف د "محتسبينو په امر د انسانانو انځورونه پاک کړل شوي او یا هم خپله خلکو رنګونه پرې شیندلي دي."

د امر بالمعروف دغه چارواکي وايي، د طالبانو له بیا واکمنېد راوروسته د افغانستان په "ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې د انسانانو انځورونه پاک کړل شوي او دغه پروسه روانه ده."

دا ګټ مټ هغو تګلارو ته ورته ښکاري چې طالبانو په ۱۹۹۰ مو کلونو کې لومړي ځل واکمنېدو سره پلې کولې.

هغه مهال آن پر ټلویزیوني خپرونو هم بندیزونه لګېدلي و او د انسانانو انځور خپرېدل "له شرعي پلوه ناسم بلل کېده."

خو تېرو شلو کلونو کې طالبانو پخپله د خپلو وسله والو فعالیتونه د وېډیويي رپوټونو په بڼه خپرول.

اوس هم د افغانستان دولتي تلویزیون خپرونې کوي او د کورنیو چارو وزارت په ګډون ډېرې امنیتي ادارې خپل تبلیغات په انځوریزه بڼه کوي.

د طالبانو امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت ویاند وايي، هغه څه چې دوی یې په انځوریزه بڼه خپروي، یوه اړتیا ده. "د ضروت پر وخت ممنوع شی حلالېږي."

د ځینو باور دا دی چې په ټولنیز ژوند کې د طالبانو چلند د ګڼو نورو اسلامي ټولنو سره توپیر لري، آن د اسلامي فقې د نړیوال مرکز په ګډون لویو دیني عالمانو وخت نا وخت د طالبانو پر تګلارو نېوکې کړې او هغه یې اسلام نه بلکې کولتور سره تړلې بللې دي.