روسیه ادعا کوي چې د اوکرايين سولېدار ښار جګړه یې ګټلې ده

د خپرېدو وخت

روسي ځواکونه وايي، تر یوې اوږدې او خونړۍ جګړې وروسته یې د اوکرايين سولېدار ښار ولکه کړی او دا یې یوه "مهمه" لاس ته راوړنه بللې ده. 

دغه ښار په اوکرايين کې د مالګې کان باندې مشهور دی. 

خو اوکرايين وايي، اوس هم د دغه ښار په ختيځه دونتسک سیمه کې جګړه روانه ده.

مسکو د اوکرايين په جګړه کې دا بری خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې یو "مهم ګام"  بللی دی.

د روسیې دولت یوه ویاند ویلي، دا بریا به یې ځواکونو ته د دې زمینه برابره کړي چې ورڅېرمه ښار باهموت نه هم اوکراييني سرتېري په شا کړي. 

خو اوکراييني چارواکي‌ بیا دا د روسیې له لوري د "ناسمو مالوماتو" خپرول بولي او وايي چې د سولېدار ښار د کنټرول لپاره لا هم جګړه روانه ده.  

د سولېدار ښار نیولو لپاره د روسیې او اوکرايين تر منځ جګړه یوه تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوې. هغه جګړه چې شاوخوا څلوېښت ورځې وروسته یو کلنه کېږي. 

د سولېدار ښار اهمیت

 سولېدار د اوکرايين د نورو ښارونو پرتله یو څه وړوکی دی او تر دې جګړې مخکې پکې د مېشتو وګړو شمېر لس زره تنه ښودل شوی و. 

خو سټراټيژيک موقعیت یې مهم بلل کېږي او که د نیولو خبره یې تایید شي نو دا د کرېملېن لپاره یوه مهمه لاس ته راوړنه حسابل کېدای شي. ځکه چې په وروستیو څو میاشتو کې روسي ځواکونه د اوکرايينیانو له لوري په بېلا بېلو سیمو کې له ماتې او شا تګ سره مخ شوي دي. 

د یادولو ده چې د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زيلېنسکي دا تېره اوونۍ ویلي وو چې په دغه ښار کې که یو نیم دیوال لا هم ولاړ پاتې وي. 

ده د جګړې د ډګر ځینې بوږنوونکې صحنې بیان کړې وې او ویلي یې وو چې د توغندیزو بریدونو له کبله هلته ځای ځای د روسي ځواکونو مړي پر ځمکه پراته تر سترګو کېدل. 

د جمعې ورځې د شپې مهال په تلویزوني وینا کې ښاغلي زيلېنسکي یو ځل بیا ادعا وکړه چې په یاده سیمه کې لا هم جګړه روانه ده. 

دغه وینا چې له کیېف خپرېده، د سولدار ښار د جګړې ګټلو په اړه یې د روسیې ادعا ته اشاره ونه کړه.