له قرغزستانه شاوخوا ۳۰۰ محصلين پېښور ته په ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي

پي ای اې

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د خيبرپښتونخوا لومړنۍ ځانګړې الوتکه د قرغزستان له پلازمېنې بشکيک څخه د پېښور باچاخان نړیوال هوايي ډګر ته چې شاوخوا ۳۰۰ محصلين يې لېږدول رسېدلې ده.

د خيبر پښتونخوا حکومت وړاندې اعلان کړی و چې د دغه ايالت حکومت به د هغو محصلينو په لېږدولو کې مرسته کوي چې غواړي له بشکيک څخه پېښور ته ستانه شي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې ايالتې ادارې د اعلاميې له مخې د دغو محصلينو د هرکلي لپاره يې کورنۍ او د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور په هوايي ډګر کې موجود وو.

له بشکيک څخه د محصلينو د خوندي لېږد مسووليت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ولايتي ادارې ته سپارل شوی و.

د اعلاميې له مې د محصلينو د لېږد دويمه الوتنه به هم نن چهارشنبې ترسره شي.

بشکيک کې ولې د تاوتريخوالي پېښه رامنځته شوه

لاريون

د عکس سرچینه، MUHAMMAD BILAL

د قرغزستان پلازمېنه بشکيک کې د جمعې په شپه (۱۷ مې) قهرجنو ځايي مظاهره چيانو د بهرنيو محصلينو د اوسېدو پر ځايونو يرغل وکړ چې به ترڅ کې لسګونه محصلين ټپيان شول.

د قرغزستان حکومت تېره د ټپيانو شمېر ۳۰ تنه ياد کړی و چې په ژوبلو شويو کې پاکستاني محصلين هم شامل وو.

بي بي سي ته ځينو محصلينو ويلي وو، يو شمېر ځايي وګړو د دوی د اوسېدو پر ځای بريد وکړ او په کوټو کې دننه يې محصلين ووهل او وډبول.

د قرغزستان پلازمېنه بشکيک کې د طب پوهنځي د وروستي کال محصل ګلاب خان وايي، قهرجنو لاريونوالو د پاکستانيانو په ګډون ګڼ بهرني محصلين شکنجه کړل.

نوموړی وايي، پر ټولنيزو رسنيو د يوې ويډيو له خپرېدو وروسته چې په کې ادعا کېده يوه بهرني محصل ځايي وګړی وژلی، خلک راټول او د بېلابېلو پوهنتونو د محصلينو د اوسېدو پر ځايونو يې بريدونه وکړل.

د طب يو محصل مصطفی خان وايي، "د شپې ناوخته ګډوډي رامنځته شوه او په لسګونو وسله وال زموږ کوټو ته راننوتل او موږ يې ووهلو. "

"ما هڅه وکړه چې د خپلې کوټې دروازه بنده کړم خو دوی دروازه راماته کړه او کوټې ته راننوتل."

نوموړی وايي، "موږ دری تنه يې په بې رحمۍ شکنجه کړو. "

د محصلينو په دې ودانيو کې تر ډېره پاکستاني او يو شمېر بنګالي او مصري وګړي ژوند کوي. يو څو هندي او پاکستاني محصلينو کورونه هم په کرایه کړي دي.

په اصل کې د مې پر ۱۳ په بشکيک کې د ځايي وګړو او بهرنيو محصلينو تر منځ شخړه شوې وه چې وروسته قهرجنو خلکو د بهرنيو محصلينو د اوسېدو پر ځايونو بريدونه وکړل.