قرغزستان کې له بهرنيو محصلينو سره تاوتريخوالی؛ ۱۵ پاکستانيان ژوبل شوي

بشکيک

د عکس سرچینه، MUHAMMAD BILAL

د خپرېدو وخت

د قرغزستان پلازمېنه بشکيک کې د تېرې جمعې په شپه قهرجنو ځايي مظاهره چيانو د بهرنيو محصلينو د اوسېدو پر ځايونو يرغل وکړ چې به ترڅ کې لسګونه محصلين ټپيان شول.

د قرغزستان حکومت تېره ورځ (د مې ۱۸ نېټه) د ټپيانو شمېر ۳۰ تنه ياد کړی و. په ژوبلو شويو کې پاکستاني محصلين هم شامل دي.

بي بي سي هم له ځينو محصلينو سره خبرې کړې، دوی وايي يو شمېر ځايي وګړو د دوی د اوسېدو پر ځای بريد وکړ او په کوټو کې دننه يې محصلين ووهل او وډبول.

دوی وايي دا پېښه يوازې يوه ځای نه بلکې په بېلابېلو سيمو کې شوې ده.

ولې دغه پېښه رامنځته شوه؟

بشکيک

د عکس سرچینه، MUHAMMAD BILAL

د قرغزستان پلازمېنه بشکيک کې د طب پوهنځي د وروستي کال محصل ګلاب خان وايي، قهرجنو لاريونوالو د پاکستانيانو په ګډون ګڼ بهرني محصلين شکنجه کړل.

نوموړی وايي، پر ټولنيزو رسنيو د يوې ويډيو له خپرېدو وروسته چې په کې ادعا کېده يوه بهرني محصل ځايي وګړی وژلی، خلک راټول او د بېلابېلو پوهنتونو د محصلينو د اوسېدو پر ځايونو يې بريدونه وکړل.

د طب يو محصل مصطفی خان وايي، "د شپې ناوخته ګډوډي رامنځته شوه او په لسګونو وسله وال زموږ کوټو ته راننوتل او موږ يې ووهلو. "

"ما هڅه وکړه چې د خپلې کوټې دروازه بنده کړم خو دوی دروازه راماته کړه او کوټې ته راننوتل."

نوموړی وايي، "موږ دری تنه يې په بې رحمۍ شکنجه کړو. "

يوه بل محصل محمد بلال چې له څو نورو پاکستانيانو سره يې يو ځای پوهنتون ته نژدې کور په کرايه کړی له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، وروسته له هغه چې د محصلينو او ځايي وګړو تر منځ د جګړې ويډيو خپره شوه، سلګونو کسانو پر کورونو او د محصلينو د اوسېدو پر ځايونو بريدونه وکړل.

"هر څوک چې د دوی ګوتو ته ورتلل پرته له دې چې د کوم ځای دی وهل او ډبول يې"

بلال وايي، مظاهره چيانو نه يوازې وهل او ټکول کول بلکې په دوامداره توګه يې په ټېک ټاک او يوټيوب هم په ژوندۍ بڼه ويډيوګانې خپرولې.

د محصلينو په دې ودانيو کې تر ډېره پاکستاني او يو شمېر بنګالي او مصري وګړي ژوند کوي. يو څو هندي او پاکستاني محصلينو کورونه هم په کرایه کړي دي.

بلال ادعا کوي، "هر چېرته چې پاکستاني وګړي په لاس ورغلل، په هغوی يې بريد کاوه او وهل يې."

په اصل کې د مې پر ۱۳ په بشکيک کې د ځايي وګړو او بهرنيو محصلينو تر منځ شخړه شوې وه چې وروسته قهرجنو خلکو د بهرنيو محصلينو د اوسېدو پر ځايونو بريدونه وکړل.

بشکيک

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

په همدې حال په بشکيک کې د پاکستان سفارت په وينا، د قرغزستان حکومت تائيد کړې چې په دې تاوتريخونالي کې هېڅ پاکستانی محصل نه دی وژل شوی. په بشکيک کې د پاکستان او هند سفارتونو محصلينو ته لارښوونه کړې چې د اوسېدو په ځایونو کې پاتې شي.

په قرغزستان کې د پاکستان سفير حسن ضيغم د يکشنبې په ورځ يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې ۱۴ پاکستاني محصلين ټپيان شوي او يو په روغتون کې تر درملنه لاندې دی.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف هم د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د پاکستاني محصلینو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي ويلي، د پاکستان سفير ته يې لارښوونه کړې، چې له زده کوونکو سره هر ډول لازمه مرسته وکړي.

شهباز شریف وايي، زما دفتر هم له سفارت سره په تماس کې دی او په دوامداره توګه وضعیت څاري.

شهباز شريف

د عکس سرچینه، @CMSHEHBAZ

بل پلو د قرغزستان کې د کورنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي چې اوس وضعيت تر کنټرول لاندې دی او امنيتي ساتونکي د نظم د ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

د قرغزستان د سيمه ييزو رسنيو له مخې، څلور بهرنيان نيول شوي دي. د دغه هېواد د روغتيا وزارت وايي د پاکستانيانو په ګډون ۲۹ محصلينو ته روغتيايي مرستې رسول شوې دي.

په همدې حال د قرغزستان دولتي رسنۍ کابار رپورټ ورکړی چې کابينې پر ټولنيزو رسنيو د ناسمو معلوماتو د خپرولو په پايله کې د توکميز تاوتریخوالي او ناکرايو هڅې په کلکه غندلې دي.

کابينې د بهرنيو محصلينو د وژلو او شکنجه کولو په اړه په نړيوالو رسنيو کې د ناسمو راپورونو خپرېدل هم رد کړي دي.

د کابينې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د قانون پلي کوونکې ادارې د دې جرمونو په بشپړه توګه پلټنې کوي او ټول مجرمان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.