تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دوحې ۳مه غونډه کې د ګډون پرېکړه به د طالبانو مشر کوي، خو د غونډې جوړونکو تعامل مثبت ښکاري"
د طالبانو حکومت کې یوې سرچینې بيبيسي پښتو ته وویل، چې د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه تر اوسه نه ده شوې او دا پرېکړه به په کندهار کې د دوی مشر هبت الله اخوندزاده کوي.
دغه چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، زیاتوي د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په دغه غونډه کې "د ګډون یا نه ګډون" د پرېکړې واک نه لري.
هممهاله افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دغه ناسته کې چې اټکل شوې د جون میاشتې په ۳۰مه د دوو ورځو لپاره ترسره شي د خپل ګډون په اړه هیله مندي ښودلې او وايي، چې د نړیوالو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوحې غونډه په اړه نن (چارشنبه) خپلمنځي بحث هم جوړ کړی و. د دغه وزارت درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي په یوې اعلامیه کې ویلي:
"د لومړۍ او دویمې غونډې پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل، جې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت [د طالبانو حکومت] د ګډون زمینه برابره کړي."
تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن العزیز الخلیفي کابل ته تللی و او له ګڼو طالب وزیرانو سره له کتنو او خبرو وروسته یې د طالبانو حکومت ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې نوموړي ښاغلي الخلیفي ته ویلي، اړتیا ده، د دوحې په څېر غونډو کې د دوی د حکومت دریځ ته درناوی وشي او خبرې یې واورېدل شي.
د طالبانو حکومت غوښتنې څه دي؟
د طالبانو حکومت د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي. د طالبانو د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا، حکومت یې غواړې په دوحه کې ناسته کې بحثونه پر اقلیمي بدلون، مخدره توکو سره پر مبارزه او په افغانستان کې پر بانکي محدودیتونو د بندیزونو پر لېرې کولو ورټول وي.
ښاغلي جلالي هم ویلي چې د "د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، دخصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي. "
د دغې سرچینې په باور چې خپله هم له دوحې غونډې سره په تړلو بحثونو کې برخه اخلي، د طالبانو حکومت نه غواړي چې د دوحې درېیمه غونډه کې د نجونو پر ښوونځيو، ټولګډوني حکومت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو بحث ونه وشي.
طالب چارواکي ټینګار کوي چې د نجونو پر زدکړو بندیز یې لنډمهالی او حکومت کې یې هم "د هر قوم خلک شته." خو اوس نژدې ۱۰۰۰ ورځې پوره کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو را ګرځول شوې او نړیواله ټولنه تل له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې د ښځو په ګډون په کې ټول د خلکو استازولي وکړای شي.
د سرچینې په وینا د طالبانو بل شرط دا دی چې د دوحې ناسته کې دي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پر ټاکلو بحث نه کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې دویمه ناسته کې ویلي و، د دغه استازي د ټاکلو "بهیر لپاره سلا مشورې پیلوي." تر اوسه روښانه ده چې دغه بهیر چېرته رسېدلی دی.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره درېیمه غونډه چې دوه ورځې به دوام وکړي، راتلونکې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ ورځ جوړېږي.
داسې ښکاري چې په لومړۍ ورځ به د غوندې په اساسي اجنډا خبرې کېږي او دویمه ورځ به له افغان مدني فعالانو او د ښځو له استازو سره بحث وشي.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره دوحه کې پرله پسې دوه غونډې شوې چې لومړۍ یې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه یې د ۲۰۲۴م کال په فبروري کې وشوه او درېیمه یې یوه میاشت وروسته ده.
یادې غونډې د ملګرو ملتونو له لوري د خپلواکې ارزونې پربنسټ ترسره کېږي چې فریدون سینیرلي اوغلو یې مشري کوي. د دوحې د روانې لړۍ لومړۍ او دویمه غونډه کې د طالبانو استازو ګډون نه و کړی.