افغان هنرمن د ملکې انځورونه تر شمالي ایرلنډه تعقیبول غواړي

- Author, روبي میریدیت
- دنده, د بي بي سي نیوز کلتوري خبریال، شمالي ایرلنډ
- رپوټ له:,
- د خپرېدو وخت
نور ارژنګ له افغانستانه وتلی او هیله لري چې د شمالي ایرلنډ بیلفاسټ ته راشي؛ هلته چې د هغه انځورګري نندارې ته وړاندې شوې ده.
د بریتانیا د ملکې الېزابېت دویمې زړه راښکونکي انځورونه د کابل ښار په یوه ځمکتل کې انځور شوي چې په شمالي ایرلنډ کې د یوه افغان هنرمن د نوي ژوند د هیلو لپاره کیلي ګڼل کېږي.
نور ارژنګ دا مهال پاکستان کې پټ دی او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له هېواده وتلی دی.
خو -د بریتانیا د مړې شوې ملکې الېزابېت دویمې د دوو متضادو کښل شویو انځورونو په ګډون- د هغه ځینې هنري شاهکارونو بیلفاسټ ته لاره پیدا کړې ده.
د هالیووډ ستورې انجلینا جولي هم د هغه له انځورګرۍ سره لېوالتیا ښودلې- هغې امریکا کې د خپلې ګالرۍ لپاره د نور دوه کښل شوي شاهکارونه پېري.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو بېرته راستنېدو سره دوی په عامه ځایونو کې د موسیقۍ غږولو په ګډون ډېری محدودیتونه ولګول.
ښځې په زدکړو، ټولنیز ژوند او ان د جامو اغوستلو کې له محدودیتونو سره مخامخ شوې.
د ارژنګ په ګډون - ډېری هنرمنان چې رنګه انځورګري یې ډېر کله په عامو ځایونو کې نندارې ته وړاندې شوې- هم له افغانستانه وتلي دي.
د بي بي سي شمالي ایرلنډ خبریال د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې له هغه سره اړیکه نیولې ده.
د هنر له لارې مبارزه
"په افغانستان کې زما ژوند ډېر څه را زدکړل. هر څوک پوهېږي چې تاسو باید د خپل هنر لپاره قرباني ورکړئ".
"موږ د هنر له لارې د ډیموکراسۍ او پرانیستيذهن لپاره مبارزه وکړه".
"زه د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط ډېر پخوا د افراطیت او افراطیت پر ضد ولاړ وم.
"په افغانستان کې له څلورو لسیزو ډېرې جګړې او شخړو له دې هېواده کابو هر څه اخستي دي چې هنر هم ترې مستثنا نه دی".
کله چې طالبان پر کابل واکمن شول، ارژنګ وویل چې له یو شمېر سفارتونو سره یې اړیکه ونیوه چې له هېواده د وتلو هڅه وکړي؛ ځکه چې د یوه هرمن په توګه پوهېده چې له خطر سره مخامخ دی.

هغه وویل: "زه کار نه شم کولی او خپل هنر ته دوام ورکړم".
"هنر یوازې کار نه دی، دا د هنرمن ژوند دی؛ زه نور داسې نه انګېرم چې ګنې ژوندی یم".
د ملکې الېزابېت دویمې انځورونه په ۲۰۲۱ کال د مرستې لپاره د هغه د غوښتنې په توګه وو، خو خطر هم ور سره مل و.
"ارژنګ وویل: "د ملکې الېرابېت د انځور ایستلو دلیل دا و چې هغه د نړۍ تر ټولو ځواکمنه ښځه وه او ښځې زړه سواندې هم وي".
"که دوی زموږ په کور کې د ملکې نقاشي وموندله، زما او زما د کورنۍ د ژوند شرایط به خورا ستونزمن وي".
که په داسې حالت کې ونیول شې چې د ملکې انځور رسموې، دا به یو لوی جرم وي.
هغه وویل: "ما د کور په ځمکتل کې رسامي کوله".
"یوه ورځ زما ملګري راته زنګ وواه او وویل چې: ټولې نقاشۍ دې لیرې کړه ځکه چې طالبانو کور -په- کور تلاشي پیل کړې ده".
"په بله ورځ ما خپل استوګنځی پرېښود، نو دا زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه".
اسانه په نښه کېدل
د Beyond Skin د هنرونو بنسټ – چې بیلفاسټ کې دی، ډارین فیرګوسن له څو کلونو راهیسې له ارژنګ سره کار کوي.
هغه مخکې له دې د افغان موسیقي غږوونکو د غوښتنو ملاتړ کړی و چې هغوی ته د ګواښونو له کبله دې په انګلستان کې پنا ورکړل شي.
اغلي فیرګوسن وویل: "ما نور (ارژنګ) د موسیقۍ د یوې بلې پروژې له لارې وپېژانده چې هلته مو د افغان ښځو له ارکسټر سره کار کاوه.
"د هغه هنري کار تل د ښځو د ازادیو او د انتخاب د ازادیو په اړه و".

د عکس سرچینه، DARREN FERGUSON
خو په افغانستان کې د هنرمن په توګه ژوند د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو له واکمنېدا وروسته ډېر خطرناک شو.
ډارین فیرګوسن وویل: "ټول هنرمنان او موسیقي غږوونکي هغه مهال په لوړ خطر کې وو، په تېره هه کسان چې ښه پېژندل شوي او اوڅارې څېرې وې او هغه چې په کارونو کې یې سیاسي رنګ او بڼه وه."
"نو هغه په اسانۍ په نښه شو.
"کله چې طالبان کور- په- کور تلاشۍ کوي د ملکې د عکس رسمول رښتیا هم لوړ خطر لري او خورا خطرناک دی.
"په هغه وخت کې هغه فکر کاوه چې په دې وخت کې تر ټولو مشهور کس څوک و، کله د هغې (ملکې) عظمت ژوندی و.
"څوک تر ټولو اوڅار سړی و چې هغه یې انځوولی شوای او د وتلو لپاره د هغه غوښتنې ته پام وشي؟
"نو موږ باید هغه را وباسو".
د ملکې دوه انځورونه د ارژنګ په لاس د ۲۰ نقاشیو له ډلې وو چې بیلفاسټ ته یې لاره موندلې ده.
ځینې په وروستیو کې د لوېدیځ بیلفاسټ نندارتون د Féile an Phobail په برخه کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
'غواړم خپل ځان مې شم'
د ډارین فیرګوسن په وینا، ممثلې انجلینا جولي هم د ارژنګ شاهکار او د هغه له کیسې سره لېوالتیا ښودلې ده.
اغلې جولي تر دې مخکې په افغانستان کې د نجونو د وضعیت په اړه یو فلم هم جوړ کړی او په ۲۰۲۱ کال کې یې د ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام له لارې د هغه لیک په اړه پوسټ کړی و چې له یوې افغانې نجلۍ یې ترلاسه کړی و.
ډارین فیرګوسن وویل: "هغه (انجلینا) په افغانستان کې د پوهاوي او له خلکو سره د مرستې په برخه کې ډېره فعاله وه".
"نو هغه موږ ته راغله چې د هغې د نیویارک ګالري لپاره د هاغه دوه نقاشۍ وپېري".
اوس ارژنګ هیله لري چې دی او کورنۍ یې شمالي ایرلنډ پورې خپل هنري کارونه تعقیب کړای شي.
او دلته د هغه د راتګ دلیل؟
هغه وویل: "غواړم ځآن د یوه هنرمن په توګه ومومم".


















