تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو۸۰یمه سرمشریزه: د ناسوب افغانستان په اړه څه وویل شول؟
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې دا وار فلسطین او اوکرایین د اجنډا سرلیکونه وو. لکه د نور کلونو پرتله افغانستان په دغو سرلیکونو کې نه ښکارېده نه یوازې د افغانستان نوم نه ښکارېده هیڅ استازی او ویناوال یې هم ونه لیدل شو.
په تېرو څو لسیزیزو کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې، د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته بدلونونو، هلته د امریکا او ناټو غړو هېوادونو شتون او وروستي کلونه بې وزلي او لوږه هغه څه وو چې د نړۍ د مشرانو په ژبه یې افغانستان یادوه. دا وار یوازې د ترکیې، ازبکستان، تاجکستان او د قرغیزستان ولسمشرانو افغانستان یاد کړاو هلته د بشري ناورین د مخنیوي لپاره یې د مرستې غږ وکړ او د سیمې په ټیکاو کې یې د دغه هېواد ونډه مهمه وبلله.
د طالبانو حکومت چې د ملګرو ملتونو سرمشریزو کې یې استازو ته تر اوسه د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا چې د دندې موده یې پای ته رسېدلې د مخه ښې په پلمه د دې سرمشریزې په تړاو څرګندونې وکړې. د طالبانو حکومت یو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي وویل " موږ د هغو هېوادونو چې د افغانستان په اړه مثبت دریځ لري. د دوی دا موقف ستایو او دا یو واقع بینانه نظر بولو چې له افغانستان سره اړیکو ته د امنیت، ثبات او پرمختګونو په تناظر کې پر اهمیت قایل دي."
د افغانستان په اړه چا، څه وویل؟
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپله وینا کې یاده کړه چې " نړیواله ټولنه دې د بیارغاونې بهیر کې افغانستان یوازې نه پرېږدي." هغه وویل " ترکیه او ترک ولس به د خپلو افغان ورونو او خویندو سره ولاړ وي." ښاغلي اردوغان د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې " اوسنی حکومت دې د خپلې ټولنې له ټولو قشرونو سره ټولشموله چلند غوره کړي او انساني ارزښتونو ته دې پاملرنه وکړي".
د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف هم د افغانستان په تړاو وغږېده او هېوادونو ته یې د هغو بشري اړتیاو پر بنسټ د مرستندویه چلند سپارښتنه کوله چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي. هغه وویل " د يوه ګاونډي هېواد په توګه، قرغزستان دا مهمه بولي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې له افغان ولس سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د افغانستان اقتصاد په سیمه ایزو او نړیوالو اقتصادي بهیرونو کې ورګډ کړي." هغه د افغانستان د ګوښيتوب په اړه وویل" په نړیواله کچه د افغانستان ګوښه کول او د بهرنیو مرستو بې برخې کول یې تېروتنه او بې انصافي ده. موږ باور لرو چې د بشري ناورین د لا زیاتوالي لپاره د جیوپولیټیکي او ایډیالوژیکي لاسته راوړنو په موخه د مالي وسایلو کارول د بې انصافۍ او غیر انسانیت څرګندونه کوي."
جباروف د لوېدیځ په ځانګړې ډول د امریکا له لوري افغانستان کې د طالبانو پر حکومت لګول شویو بندیزونو ته په اشاره ویل" موږ پر دې باور یو چې د لوېدیځو هېوادونو لخوا د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ چې ۹ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېږي، باید ژر تر ژره افغان ولس ته وسپارل شي. دا پیسې کولی شي د زیربنا په بیا رغولو، د سیمه ایزو بانکونو له لارې پورونو ته د لاسرسي په پراخولو، د کرنې په پرمختګ او د میلیونونو بې وزلو خلکو لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. تاسو له دې سرچینو ګټه اخلئ او دا ستاسو لپاره شرم دی. د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک له لوږې سره مخ شي او ۲۴ میلیونه به بشري مرستو ته اړتیا ولري."
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۰مه غونډه کې په خپله وینا کې ویل، که د نړیوال او سیمه ییزې امنیت او پایښت لپاره کار غواړئ افغانستان له پامه نه شي غورځول کېدلی.
هغه زیاته کړه: "د سوله ییز او باثباته ژوند لپاره د افغانستان د خلکو د ارمانونو ملاتړ د نړیوالې ټولنې همغږو هڅو ته اړتیا لري." د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان بل هغه وینا وال و چې د افغانستان د ټیکاو، ټولنیز پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې د مرستې ټټر واهه. که څه هم تاجکستان له طالبانو سره په تېر کې ښې او نژدې اړیکې نه درلودې خو ښاغلي رحمان ټینګار کاوه چې دوی به د خپل ګاونډي افغانستان سره مرستو او لاسنیوي ته دوام ورکړي.
ولې د افغانستان استازولي نشته؟
د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې هغه مهال چې د کرونا وبا له امله ډېرې ناستې انلاین وې او پر سفرونو محدودیتونه وو، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وینا وکړه. دا د افغانستان د مشرتابه وروستۍ وینا شوه. پر بل کال د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵مه طالبان بیا ځل واک ته ورسېدل. د حکومت له اعلانولو وروسته د هغوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه وکړه خو ونه منل شوه. میاشت وروسته د طالبانو حکومت په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان استازی ونوماوه خو تر اوسه د طالبانو حکومت ته دغه څوکۍ نه ده ورکړل شوې. ښاغلي شاهین له بي بي سي سره خبرو کې وویل "دا زموږ حق دی چې د نړیوالو قوانینو له مخې په ملګرو ملتونو کې استازیتوب ولرو. زه له ملګرو ملتونو څخه غواړم چې ۴۰ میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو په سازمان کې له استازیتوب څخه بې برخې نه کړي."
د څلورو کلونو په تېرېدو یوازې روسیه د روان کال د جولای پر دریمه تیاره شوه چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. له دې ور هاخوا د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري مرستو او نورو چارو لپاره خپله استازولي فعاله ساتلې. نړیواله ټولنه په ځانګړې ډول لوېدیځ هېوادونه د طالبانو حکومت د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو په سرغړونه تورنوي. ډېر هېوادونه د ښځو د کار او زدکړو اړوند د طالبانو حکومت تګلارې د دوی د نړیوال رسمیت په مخنیوي کې خنډ بولي. د طالبانو حکومت چې کله هم د ښځو د حقونو او یا نورو تګلارو په اړه پوښتل کېږي ځواب یې دا وي چې "دا زموږ کورنۍ مسله ده." خو دغو کورنیو مسلو د دوی نړیوالې اړیکې، پیکه او یا هم پرې ساتلي.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه د افغانستان د شاهي دولت په توګه په رسمي ډول له ملګرو ملتونو سره یوځای شو. عبدالحسین عزیز د افغانستان د استازي په توګه هغه مهال د ملګرو ملتونو د منشور سند لاسلیک کړ. محمد کبیر لودین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنی دایمي استازی و.
افغانستان اوس مهال په ملګرو ملتونو کې رسمي استازی نه لري او په دې سازمان کې د هېواد د دایمي استازیتوب څوکۍ، د ملګرو ملتونو د ټاکل شوي سرپرست له خوا اداره کېږي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې، افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د رایې ورکولو حق هم نه لري. دا افغانستان د رایې حق او یا خو افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د څوکۍ سپارلو په تړاو هیڅ کوم شرایط نه دي روښانه شو. څه چې روښانه دي د طالبانو حکومت ګوښېتوب د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو دریځونو کې افغانستان ګوښی ساتلی شي.